۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند او د دوحې په ناسته کې د دغې ډلې پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر او د هالنډ او قزاقستان له استازو سره لیدلي دي.
مجاهد دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر رتنو مارسودي سره یې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرېاترې کړې دي.
ورته مهال، مجاهد په دوحه کې د افغانستان لپاره د هالنډ له استازي سره د لیدنې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې هالنډ د افغانستان په هکله مثبت نظر لري.
ذبیحالله مجاهد دا لیدنې د دوحې درېیمې ناستې په څنډه کې ترسره کوي.
بل خوا د طالبانو ویاند زیاته کړې چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی او قزاقستان یې له دغې ډلې سره د نږدې او ښې اړیکې لرونکي هېواد په توګه بللی دی.
مجاهد تېره ورځ په دوحه کې د هېوادونو له یو شمېر ځانګړو استازو سره هم ولیدل.
طالبانو د دوحې په ناسته کې ټینګار کړی چې دا ډله د لوېدیځ له هېوادونو سره د رغنده تعامل غوښتونکې ده؛ لکه څنګه چې د سیمې هېوادونه له دغې ډلې سره اړیکې ټینګې کړي دي.