۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند او د دوحې په ناسته کې د دغې ډلې د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد وايي چې دوی به د رغنده او «مثبت» تعامل لپاره دوحې ته لاړ شي.
مجاهد دا څرګندونې شنبه د چنګاښ پر ۹مه د دوحې درېیمې ناستې په رانږدې کېدو سره په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې.
د طالبانو ویاند زیاتوي چې دا ډله له ملګرو ملتونو او ټولو هېوادونو سره د رغنده تعامل په لټه کې ده.
هغه په دې خبري ناسته کې وویل: «د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په درېیمه ناسته کې زموږ ګډون له هېڅ لوري سره دښمني نه ده او دا به له ټولو لورو سره تعامل وي چې باید درک او ترې ښه ګټه واخیستل وشي.»
دی همداراز زیاتوي چې د افغانستان کورني مسایل د دوحې ناستې په اجنډا کې نشته او له دې څخه د وتلو لاره په ملګرو ملتونو پورې اړه نه لري.
د مجاهد په وینا، د دغې ډلې پلاوی به د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو اقتصادي ننګونې، محدودیتونه او لاستهراوړنې مطرح کړي.
طالبان داسې مهال د دوحې درېیمه ناستې ته بلل شوي چې مخالفو سیاسي او نظامي خوځښتونو یې په ناسته کې ګډون غندلی دی.