۸صبح، کابل: په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو د حضور په اړه له اندېښنو وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی چې دغه ډله اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان پر ضد وکارول شي.
مجاهد په یوه غږیز کلیپ کې چې د یکشنبې ورځ د (تلې میاشتې په ۲یمه) د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون له لوري خپور شوی، ویلي طالبان به د پاکستان په امنیتي مسایلو کې له خپل وس او توان سره سم اقدامات وکړي، خو دا ډله نه شي کولای د پاکستان په خاوره کې دننه له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
هغه ویلي: «په پاکستان کې دننه د امنیت په برخه کې، موږ هغه څه کولی شو چې وس یې لرو. هر څه چې زموږ له وسه بهر دي، پاکستانیان هم پوهېږي چې موږ د پولې په اوږدو کې [د پاکستان دننه] مرسته نه شو کولای، ځکه دا د دوی خپل مسوولیت دی.»
په همدې حال کې پاکستان تل ادعا کړې چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان(ټيټيپي) د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کاروي.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۸مه غونډه کې ویلي و، هېواد یې د پاکستان پر ضد د ټيټيپي، داعش او په افغانستان کې د نورو فعالو ډلو له لوري د پولې پورې غاړې ترهګریز بریدونه غندي.