د هرات ځينې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو له جبري کېدو اندېښنه ښيي. هغوی وايي چې خلک د ډوډۍ په غم کې دي او طالبان د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو چې بې ګټې دی. طالبانو ټولو ټکسي چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې که د دغې ډلې د قوانینو له مخې عمل ونه کړي، ټکسي موټر به یې راټول او جریمه به شي.
په هرات کې ټکسي چلوونکي بیا د طالبانو دا ګام «ظالمانه» بولي او وايي چې هغوی یوې مړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه دي او طالبانو د خپلو ګټو او پالیسو لپاره د ټکسي موټرو رنګ بدلولو پسې راخیستې ده.
ځیني ټکسي چلوونکي وايي چې بېکارۍ یې پر کاروبار ناوړه اغېز کړی دی. د هغوی په خبره، لوږه او بېوزلي یې ژوند ګواښي او د طالبانو دا ډول ظالمانه ګام لامله د پور په پیسو خپل ټکسي موټر رنګوي.
دغه راز، په هرات کې ځينې نور ټکسي چلوونکي وايي چې طالبان ترې د ټکسي موټرو د رنګولو په پلمه شکونه کوي. د دوي د ادعا په حواله، طالبان له هغه شرکت سره چې د ټکسي موټرو د رنګولو مسوولیت ورلغاړی دی، لاس لري او پیسې اخلي.
رامین (مستعار نوم) په هرات کې یو ټکسي چلوونکی دی. نوموړی وايي چې طالبان په بېلابېلو پلمو له خلکو پیسې اخلي. د هغه په خبره، له هغې وروسته چې له کسبګرو د جوازسېر او مالیاتو په نوم ګټه کمه شوه په وینا یې، په دغه ښار کې یې د ټکسي موټرو رنګولو ته مخه کړه. د ټکسي دا چلوونکی پر طالبانو تور لګوي چې د «خلکو ډوډۍ غلا» کوي او وايي چې دا ډله له هرې لارې هڅه کوي له خلکو پیسې واخلي.
رامین له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له هغې ورځې چې طالبان واکمن شوي، هره ورځ یې له خلکو د شوکې او چور لپاره یو پروګرام پلی کړی دی. د مالیې، جوازسېر، ښاروالۍ او باقیاتو په نوم یې پیسې واخیستلې او زموږ جېبونه یې خالي کړل. اوس بیا وايي چې خپل ټکسي موټر رنګ کړو.»
په هرات کې ټکسي چلوونکي وايي چې حکومتولي له خلکو په «شوکو او ګدایۍ» نه چلېږي. د هغوی په وینا، د موټرو رنګ کوونکی شرکت د هر موټر په سر ۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ اخلي. د ټکسي چلوونکو په خبره، هغوی اړ دي له رنګ کولو وړاندې خپل موټر «کپيکشي» کړي او پنځه زره افغانۍ نورې پرې ولګوي.
دا ټکسي چلوونکي ټینګار کوي چې د بېکارۍ او دوامداره بېوزلۍ لامله اړ دي چې له ۱۵ تر ۱۶ زرو افغانیو پورې د خپلو موټرو په رنګولو ولګوي، داسې چې په وینا یې، د ورځې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې عاید لري. د دوی په خبره، د طالبانو دا ګام ظالمانه او تحمیلي دی.
په هرات کې ټکسي چلوونکي وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ټکسي موټرو د رنګولو قرارداد د «استاتیک» په نوم شرکت سره کړی او په خبره یې، دا چاره د دې لامل شوې چې دغه شرکت ته ډېرې پیسې ورکړي.
هرات کې ټکسي چلوونکي الیاس ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبانو راته وویل چې خپل ټکسي موټر رنګ کړو، یوازې هغه شرکت کې یې رنګ کړئ چې موږ یې درښېيو که نه نو په بل ځای کې رنګ شوی موټر اعتبار نه لري او نه یې منو.» دا ټکسي چلوونکی زیاتوي: «په هرات کې د ترافیکو مدیریت سل په سلو کې فساد کوي او له دغه شرکت سره لاس لري او یوازې یې له دغه شرکت سره قرارداد کړی. دا شرکت یوازې له موټر رنګولو ۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ اخلي، داسې چې ډېر لګښت یې پنځه زره افغانۍ کېږي. یانې استاتیک شرکت د هر موټر رنګولو په بدل کې له موږ څلور زره او ۵۰۰ افغانۍ ډېرې اخلي.»
دا اندېښنې له هغې وروسته راپورته شوې دي چې طالبانو په هرات کې د ټکسي موټرو د رنګولو قرارداد له یوه شرکت سره کړی دی. دا چاره د موټرو رنګولو چاره پڅه کړې او دغه راز فساد او شکونې ته یې لار هواره کړې ده.
احمدشعیب په هرات کې یو موټر چلوونکی دی. نوموړی وايي: «زموږ ملت خدای بدبخته کړ چې طالب یې ورباندې واکمن کړی. د خدای لپاره دا څه حال دی! دا ډله یوازې د پیسو بنده ده. همدغه د ترافیکو مدیر وویل چې په نوبت به ټکسي موټر ورپېژني. ځکه یو شرکت دی او کار پڅ مخته روان دی. موږ نوبت ته په تمه یو، راغلل او ټکسي موټر یې ټول کړل او د ترافیکو مدیریت ته یې یووړل.»
دا ټکسي چلوونکی زیاتوي: «ترافیکو مدیریت ته لاړم چې بېرته خپله ټکسي بوځم، یو زر او ۱۰۰ افغانۍ یې د [لېږد] لپاره د کرنګ پیسې واخیستې، ۷۰۰ تر ۸۰۰ افغانۍ نورې یې په زور واخیستې، دا هم شو د طالبانو اسلامي حکومت.»
په هرات کې طالبانو هم منلې چې د ټکسي رنګولو لپاره یې یوازې له یوه شرکت سره قرارداد کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې د دغه شرکت د رنګ کولو بڼه معیاري ده.
له دې وړاندې هم د هرات اوسېدونکو د ترافیکو په مدیریت کې له شکونې، فساد او په زوره د پیسو له اخیستلو شکایت کړی و. د هغوی په وینا، د قانون واکمنۍ او ځواب وینې د نشتوالي لامله د طالبانو تر کنټرول لاندې په ادارو کې فساد مخ په بره روان دی.