۸صبح، کابل: د راپورونو په حواله، پاکستان د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون کوي.
اسلاماباد پوست پنجشنبه د چنګاښ پر ۷مه د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان استازی اصف درانی او د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمدنسیم ورایچ ګډون کوي.
د یادونې ده چې د دې غونډې کوربه او مشري به په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیاله روزمیري ډي کارلو وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ او رینا امیري به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکلې ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې د دوحې درېیمه غونډه جوړه شي.