که څه هم سږ کال وروستیو ورښتونو او سیلابونو د هېواد د نورو برخو په څېر په ننګرهار او لغمان کې هم بڼونه او کرنیز فصلونه زیانمن کړي؛ خو په دې ولایتونو کې د شفتالانو یو شمېر بڼوال وايي، چې د تېر کال په پرتله یې د بڼونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی؛ خو د بڼونو حاصلات یې بازار نه لري.
دوی وايي، هر کال د خپلو بڼونو د پالنې لپاره لسګونه زره افغانۍ لګښت کوي؛ خو د بڼونو حاصل یې بازار نه لري او دوی ته د ګټې پرځای درانه مالي زیانونه اوړي.
بڼوال له طالبانو غوښتنه کوي چې د شفتالانو د پېر او پلور لپاره دې ځانګړي مارکېټونه جوړ او بهر ته دې د هغو د لېږد زمینه برابره کړي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د فتحاباد سیمې اوسېدونکی شریفالله چې پر خپله دوه جریبه ځمکه یې د شفتالانو بڼ جوړ کړی وايي، سږ کال یې د تېر پرتله د شفتالانو په حاصل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ خو د بازار د نشتوالي له امله له تاوان سره مخ دی.
نوموړی وايي، وروستیو ورښتونو یې بڼ زیانمن کړی او ډول ډول امراض یې پیدا کړي وو چې پر خپلو شخصي لګښتونو یې د بڼ پالنه کړې؛ خو اوس چې یې بڼ حاصل ته رسېدلی حاصلات یې مارکېټ نه لري او په داسې بیه پلور کېږي، چې دی په کې له خپل جېب هم باقي کېږي.
شریف الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ماته پروسږکال همدې باغ نه یو لک شل زره افغانۍ ګټه پاتې شوې وه؛ سږ کال مې باغ حاصل ډېر کړی؛ خو څوک یې په یو لک افغانۍ هم نه اخلي، کال په کال خواري وکړو، اوبه ورته په بیه له واټر پمپ والا اخلو، دوا ورکړو، سره ورکړو؛ خو چې کله د حاصل وخت شي بیا یې نرخونه په نشت برابر وي، طالبان باید د مارکېټ د ښه والي لپاره کار وکړي، که دا وضعیت وي باغونه به نور هم خراب شي، د خلکو بېخي له باغدارۍ زړه تور شوی.»
بڼوال نیوکه کوي چې طالبان ورسره د بڼونو د رغونې په موخه هېڅ ډول مرسته نه ده کړې؛ خو حاصل ته د بڼونو له رسېدو سره سم ترې د عُشر په نوم پیسې اخلي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ضمیر چې له تېرو ۱۵ کلونو د بڼوالۍ په کارونو بوخت دی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له بڼوالۍ زړه توری شوی؛ ځکه په خبره یې طالبان د بڼوالو په نوم راغلې مرستې پر دوی نه وېشي؛ خو له بڼوالو عُشر او نور ټکسونه په زور اخلي.
نوموړي له ۸صبح ورځپانې سره په خبرو کې وویل: «د کرزي د دویمې دورې نه زه پر باغدارۍ مصروف یم، شفتالو او نورې مېوې مې کرلي، دولس کاله مې ښه په آرامه باغداري وکړه، نه راته څه راکول او نه رانه حکومت څه غوښتل؛ خو دا درېیم کال دی، چې طالبان رانه عُشر، مالیه او ټکس اخلي او په بدل کې یې هېڅ مرسته راسره نه ده کړې، قسم چې نور یې زموږ له ژوند زړه تور کړی.»
ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي بیا وايي، چې سږکال په دغه ولایت کې د تېر په پرتله د شفتالو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی.
د دغه ولایت د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني وايي، د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې په ۲۵۸۵ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ دي، چې د اټکل له مخې نږدې نهه زره ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي.
نوموړی وايي:« په بهسود، کامې، کوز کونړ، سرهرود، شېرزاد، اچین، بټيکوټ، لعلپورې، خوږیاڼو، چپرهار، گوشتې، روداتو، دره نور، کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالانو باغونه شته، چې زموږ د اټکل له مخې به سږ کال ۸ زره ۹۶۴ ټنه حاصل ترې را ټول شي، موږ کوښښ کوو، چې باغدارانو ته د هغوی د حاصلاتو لپاره مارکېټ پیدا کړو؛ ترڅو ښه ګټه ترلاسه کړي او موږ هڅه کوو، چې د موسساتو په همکارۍ باغدارانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري هم وکړو.»
بل پلو لغمان کې هم د شفتالو یو شمېر بڼوال شکایت کوي، چې د مناسب مارکېټ د نشتوالي له امله یې د شفتالو حاصلات د خرابېدو په حال کې دي.
بڼوال عمران له طالبانو له غوښتنه کوي چې په کور دننه دې ورته د حاصلاتو د پلور لپاره مناسب بازار را منځته شي؛ ترڅو بڼوال له تاوان بچ او مناسب عواید ترلاسه کړي.
عمران له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «سږ کال بې موسمه بارانونه هم وشول او زموږ باغونه یې یو څه خراب کړل؛ خو بیا هم حاصل مو د تېر کال په نسبت ښه وو؛ خو نرخونه نشته، که نرخونه برابر او ښه بازار نه وي؛ نو موږ سږکال نه یوازې دا چې ګټه نه شو کولی؛ بلکې خپل کړي مصارف هم نه شو اېستلی، منږ ته باید ځانګړی مارکېټ جوړ شي، نور د وعدو وخت نه دی، باید عملي اقدام وشي.»
موږ هڅه وکړه، چې لغمان کې د بڼوالو د ستونزو، شکایتونو او سږنیو حاصلاتو په تړاو د طالبانو د کرنې ریاست نظر هم ترلاسه کړو؛ خو له پرلپسې هڅو سره سره ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
په وروستیو کلونو کې په ختیځو ولایتونو کې د شفتالانو بڼونه زیات شوي چې لامل یې مناسبه هوا، د اوبو ډېروالی او د کروندګرو لېوالتیا ښودل کېږي.
باور دا دی، که په هېواد کې د شته بڼونو د حاصلاتو د پېر او پلور لپاره په کور دننه او بهر بازار موندنه وشي، د افغان بڼوالو اقتصادي ستونزې به حل او ملي عوایدو کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.