۸صبح، کابل: د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د دغې ډلې په واکمنۍ سره د هېواد د ټولو وګړو حقونه خوندي شوي دي.
د اخوندزاده په اختریز پیغام کې چې جمعه د غبرګولي پر ۲۵مه خپور شو، راغلي چې اوس مهال هېڅوک نه شي کولای پر چا «ظلم او تېری وکړي» او د ظلم مخه نیول کېږي.
هغه زیاته کړې: «د شرعي محکمو په فعالیت سره، سپېڅلی شریعت پلي شوی دی، همداراز د امربالمعروف او نهي عنالمنکر فریضه ترسره کېږي. په دې برخه کې د ټولنې د اصلاح لپاره، شرعي اصولو سره سم اقدامات ترسره کېږي.
ورته مهال هبتالله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې طالبان له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.
نوموړي دغهراز طالب چارواکو ته سپارښتنه کړې چې خپلې دندې په سمه او بشپړ ډول ترسره کړي او هېڅکله داسې چلند ونه کړي چې خلک يې پردي وګڼي.
نوموړي د خپل پيغام په يوې برخه کې ويلي چې په هېواد کې يووالى ټينګ شوى، په بل ځاى کې ټولو ته د يو ځاى کېدو بلنه ورکړې او د «دښمنانو دسيسې» يادونه کوي چې بايد شنډې شي.
د طالبانو مشر همدارنګه زیاته کړې: «زموږ په هېواد کې اسلامي ورورولي او یووالی ټینګ شوی، عامه شتمنۍ لکه کانونه، ځمکې، ځنګلونه او نور ملکیتونه د بیتالمال په توګه خوندي شوي دي.»
نوموړي همداراز «اقتصادي پرمختګ» ته اشاره کړې او له افغان پانګوالو یې غوښتي چې په هېواد کې لا زیاته پانګونه وکړي.
د طالبانو مشر په داسې حال کې د هېوادوالو د شرعي حقونو د تامین او د اقتصادي پرمختګ خبره کوي چې د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم د افغاني ټولنې نیمایي برخه له زدهکړې او کار څخه بې برخې ده او په هېواد کې شاوخوا ۳۰ ملیونه خلک د ورځې له یو ډالره کم عاید ترلاسه کوي او بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.