روسیې، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په تړاو په تهران کې ګډه ناسته وکړه. پر دې ناستې هر هېواد بېلابېل نومونه ايښي وو. ایران د «سیمهییزې تماس ډلې» دویمه ناسته بللې، روسیې د «مسکو فارمټ تماس ډله» یاده کړې او پاکستان بیا د افغانستان لپاره د «سیمهییزو سلامشورو» نوم ورکړی دی. د ایران ځانګړي استازي د غونډې په پای کې ویلي چې ګډونوالو هېوادونو د طالبانو رژیم ته د ښه نیت لپاره ځينې سپارښتنې وړاندې کړې دي. د طالبانو دغو «خیرغوښتوونکو» ویلي چې هغوی د دوحې دویمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې له ګومارنې سره مخالفت ښودلی دی. اخوا، ځینې هېوادوال وايي چې د سیمې هېوادونه هر یو د خپلو ګټو په لټه دي او په وینا یې، د ګټو د ټکر لامله نه شي کولای ان د یوې غونډې پر نوم سلا شي. هغوی په دې غونډه کې د طالبانو نه ګډون له امریکا سره د دې ډلې د هماندي نښه بللې او ټينګار یې کړی چې دا ډله د دغو هېوادونو له تمایل سره سره د لوبو په ډګر کې د امریکا متحده ده.
د افغانستان په تړاو د «سیمهییزې اړیکډلې» په نامه د سیمې هېوادونو دویمه ناسته پرون د ایران په کوربتوب په تهران کې جوړه شوه. د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې پر درېيمې غونډې خبرې اترې، سیمهییزو همکاریو او په افغانستان کې د اورپکو ډلو شتون په تړاو د سیمې اندېښنې د دغې غونډې د بحث اصلي محورونه ښودل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ناستې په پای کې خبریالانو ته ویلي چې طالبانو ته د سیمې هېوادونو سپارښتنې د ښه نیت له مخې کېږي او په وینا یې، دا دې د لاسوهنې په مانا نه بولي. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی چې هممهاله په کابل کې د دغه هېواد سفیر هم دی، زیاته کړې چې په افغانستان کې د کړکېچ پېټی دروند دی او په وینا یې، اړتیا ده چې په افغانستان کې د «بېلابېلو اقشارو له صالح کسانو حکومت» جوړ شي؛ څو د ده په ټکو، وکولای شي «د سیمې هېوادونو له شته او ښو همکاریو» ګټه واخلي.
په کابل کې د ایران سفیر ویلي چې د دوحې درېیمې غونډې په تړاو خبرې د دغو څلورو هېوادونو ترمنځ د بحث یوه اجنډا وه. نوموړي ټينګار کړی چې د سیمې او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه دې په دغو سیمهییزو نوښتونو کې ګډون وکړي. هغه ویلي چې د دوحې لومړۍ او دویمه ناسته د روڼتیا او څرګندونو موخو نه لرلو لامله په افغانستان کې د شرایطو له ښه کولو سره مرسته ونه کړه او سیمهییزو اندېښنو ته بې ځوابه وې.
قمي ټينګار کړی چې د دوحې دویمه ناسته کې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د ځانګړي استازي د ګومارنې غوښتنه کوله؛ خو په وینا یې، یوناما په دغه هېواد کې شته. نوموړي زیاته کړې چې له څرګندو واکونو او کاري موخو پرته د دغه استازي ګومارنه د دې لامل شوه چې په وینا یې، د سیمې هېوادونه یې وننګوي.
بل پلو طالبانو ویلي، که څه هم د تهران غونډې ته وربلل شوي؛ خو دوی پکې ګډون نه کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي ویلي چې د افغانستان په اړه ناستې باید له معمولو او منل شویو میکانېزمونو په استفادې جوړې شي. هغه د تهران غونډې په اړه د روسيې، ايران او چين د استازو د څرګندونو ته په اشارې ویلي، هر هېواد دغې غونډې ته جلا نوم ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې: «ایراني ملګرو دغه غونډه سیمهییزه اړیکډله بللې. روسیې د مسکو فارمټ او چین چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې له جوړیدو سره مخالفت کړی، د سلامشورو لپاره یو فرصت ګڼلی. پاکستان بیا د سیمهییزو سلامشورو نوم ورکړی دی.»
بلخوا، په کابل کې د ایران پخواني سفیر محمدرضا بهرامي ویلي چې په تهران کې د «سیمهییزې اړیکډلې» په غونډه کې د طالبانو نه ګډون له سیمې سره د تعامل د څرنګوالي په تړاو د دغې ډلې ماهیت په ګوته کوي. بهرامي پرون په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «په تهران کې د سیمهییزې تماس ډلې دویمه ناسته کې د طالبانو نه ګډون له سیمې سره د دوی د تعامل څرنګوالی او کچه ښيي. هغه لوري چې د دغه تعامل پر سادګۍ باورمن دي، ورو ورو یې محاسبه غلطه ثابتېږي.»
له دې سره هممهاله، د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید رسول موسوي بیا دا ناسته د سیمهییزې همکارۍ او ادغام په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام بللی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي علي باقري کني د دغې ناستې په پېل کې ویلي: «یوازې دې په افغانستان کې پر شته ستونزو خبرې نه کېږي؛ بلکې له ستونزو او ننګونو څخه د وتلو حللارې دې هم په ګوته شي.»
دغه راز، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د ایران په کوربتوب د افغانستان سیمهییزه ناسته په دغه هېواد کې د سولې، امنیت او ټيکاو لپاره د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د نږدې همکارۍ لپاره مهمه بللې ده.
دا د افغانستان په اړه د سیمهییز تماس د غونډو لړۍ دویمه هغه ده.د دې لړۍ لومړۍ غونډه شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په کابل کې جوړ شوې وه. په یاده غونډه کې د هند په ګډون د سیمې هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.
بل پلو، ځينې هېوادوال وايي چې د سیمې او ګاونډي هېوادونه هر یو د خپلو ګټو په لټه دي او د افغانستان په اړه یوه خوله نه دي. د هغوی په وینا، سره له دې چې دغو هېوادونو له طالبانو سره مرسته کړې چې پر افغانستان واکمن شي؛ خو په خبره یې، دا ډله د امریکا له سلا پرته له دغو هېوادونو سره تعامل نه کوي.
شفیقالله شمس په کابل کې د پوهنتون زدکړیال دی. نوموړی وايي چې د تهران په ناسته کې څلور ګډونوال هېوادونه هر یو د خپلو موخو په لټه دي او په خبره یې، نه شي کولای د افغانستان څو اړخیز او پيچلي ناروین په اړه یوه خوله شي. د هغه په ټکو، دا هېوادونه د یوې ناستې په نوم نه جوړېږي او دا په افغانستان کې د دوی د ګټو د ټکر لامل بلل کېږي.
محمد درویش وايي چې ایران د شوق لامله له طالبانو د تعامل لار نیولی او ګومان کوي چې دا ډله امریکا ضد ده. د نوموړي په خبره، ایران تېروتنه کوي او په وینا یې، ډېر ژر به یې بیه پرې کړي.
د یادونې ده چې د «سیمهییزې اړیکډلې» په دویمه ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ګډون ونه کړ او پر ځای یې په کابل کې د دغه هېواد سفیر تهران ته لېږلی و.
په دې ناسته کې هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو هم برخه نه وه اخیستې.
یاده دې وي چې دا ناسته داسې مهال جوړه شوې چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمې غونډې ته چمتووالی روان دی.