د امریکا بهرنیو چارو وزارت په «نړۍ کې د مذهبي ازادیو» په اړه ویلي چې په افغانستان کې مذهبي ازادي له پراخو تاوتریخجنو او تبعیضي ننګونو سره مخ ده. د دغه راپور په حواله، طالبانو په تېر یو کال کې د مذهبي لږکیو له درېیو عبادتځایونو ساتنه ونه کړه او زرګونو سلفي مذهبو افغانستان پرېښود. د دغه وزارت په خبره، وژنه، شکنجه او د طالبانو له خوا د هزارهګانو جبري ځای پر ځای کېدنه او دغه راز، په بېلابېلو ولایتونو کې یې ځمکې او کورونه غضب شوي دي. اخوا، د هېواد ځینې اوسېدونکي وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته، نه یوازې مذهبي ازادي؛ بلکې په خبره یې، د افغانانو ټولې ازادۍ ځپل شوي او دا ډله د انساني ازادۍ په نوم څه په رسمیت نه پېژني. د هغوی په وینا، هر څوک یا ډله که د طالبانو د فکر او چلن خلاف عمل وکړي، ځپل کېږي. تر دې وړاندې طالبانو عکس اخیستل «کبیره ګناه» او د سیاسي ګوندنونو فعالیت یې له اسلام سره په ټکر کې بللی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په «نړۍ کې د مذهبي ازادۍ» په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ. په راپور کې ویل شوي چې تېر کال په افغانستان کې مذهبي اقلیتونه له پراخ تاوتریخوالي او تبعیض سره مخامخ وو.
په دې راپور کې د بشري حقونو مدافع بنسټونو او پر مذهبي لږکیو د هدفمندو بریدونو د قربانیانو له قوله راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا د مذهبي اقلیتونو له حقونو څخه سرغړونې ډېرې شوې او دغې ډلې د مذهبي لږکیو د عبادت ځایونو ساتنه نه ده کړې. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې د افغان سیکانو او هندوانو کمېدونکي نفوس، د شیعهګانو پر عبادتځایونو او هزارهګانو شویو بریدونو ته اشاره کړې ده.
راپور د ۱۴۰۲ کال دلوې میاشت کې په کاپیسا کې د یو سلفي روحاني وژلو ته په اشارې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته، زرګونه سلفیان له افغانستانه وتلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د سرچینو په حواله راغلي چې وژنه، شکنجه او په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د هزارهګانو جبري ځای پر ځای کېدنه او د هغوی ځمکې او کورونه غصب شوي او سیکان او هندوان خپل امنیت ته اندېښمن دي او محکمې ته د شکایت په صورت کې وېره لري چې هسې نه شکنجه شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، څه باندې ۹۰۰ افغان سیکان او هندوان له هېواده وتلي او یوازې شپږ سیکان او هندوان یې د خپلو ځایونو او مقدسو کتابونو د ساتنې لپاره پرېښي دي.
په دې راپور کې د مسیحي حقونو د مدافع یو بنسټ په حواله راغلي: «طالبان هڅه کوي مسیحیت یا د هېواد بل هر مذهبي لږکی په بشپړ ډول له منځه یوسي.»
دغه راز، راپور په پوهنتونونو کې د جعفري فقهې د تدریس بندیز ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له خوا په جوړې شوې علماوو شورا کې هېڅ شیعه عالم غړیتوب نه لري. د راپور پر بنسټ، د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ کې طالبانو په کابل، بلخ، هرات او دایکندي کې د شیعهګانو د «غدیر په نوم اختر» د نمانځلو مخنیوی کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي: «طالبانو د مذهبي موضوعاتو سربېره، مدرسو ته تاوتریخجن افراطي نصاب جوړ کړی چې پوځي زدهکړې هم پکې شته.» راپور د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې په بغلان کې پر لمونځ کوونکو برید، د کابل په هزاره مېشته سیمه کې پر یو ورزشي کلپ برید او د هزارهګانو په یو بس کې ځای پر ځای شوي ماین ته په اشارې ټينګار کړی چې د هزارهګانو پر وړاندې سمبال شوي بریدونه بند شوي نه دي.
بل پلو، د هېواد ځینې اوسېدونکي وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په هېواد کې د ازادۍ په نوم څه نه شته او په خبره یې، نه یوازې مذهبي ازادي نه شته؛ بلکې ټولې هغه ځپل شوې دي.
عبدالعلي بهزاد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو فکر له ټولو فردي او ټولییزو ازادیو سره په ټکر کې دی. د نوموړي په خبره، که څوک د طالبانو په څېر فکر ونه کړي په وینا یې، د ورکېدو ګواښ یې ډېر دی او په هېواد کې له هېڅ ډول ازادۍ برخمن نه دی. بهزاد د مذهبي لږکیو له حقونو سرغړاوي ته په اشارې وویل چې د طالبانو د ایډیالوژۍ خلاف هر باور چې وي، له دې ډلې دې د ملاتړ یا ساتنې تمه نه کېږي. د نوموړي په وینا، پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته، ټول مذهبي لږکي څنډې ته کړای شوي او هڅه کوي چې په ظاهري بڼه ځانونه د دغې ډلې خواخوږي او هم باوره وښيي.
یو بل شیعه افغان حسینبخش بیا پر طالبانو تور لګولی چې شیعهګان ځپي. نوموړی وايي چې مذهبي ازادي هغه مهال مانا پېدا کوي چې په خبره یې، طالبان یې په رسمیت وپېژني. هغه ټينګار کوي چې طالبانو نه یوازې له نورو مذهبونو د ملاتړ لپاره ګوم پورته کړی نه دی؛ بلکې په وینا یې، خپله د شیعهګانو او نورو مذهبي لږکیو باندې د ځپنې او تاوتریخوالي ملاتړي دي. د نوموړي په باور، په افغانستان کې ازادي هغه مهال مانا مومي چې مذهبي، قومي او ژبنۍ تنوع په رسمیت وپېژندل شي.
د مذهبي ازادیو په اړه د ځينو هېوادوالو اندېښنې له هغې وروسته ډېرې شوې دي چې تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ادعا کړې وه چې په افغانستان کې له حنفي مذهب پرته بل مذهب نه شته. نوموړي ادعا کړې چې «ټول افغانان د حنفي مذهب پیروان» دي.
دغه راز، د طالبانو د دعوت او ارشاد عمومي رییس محمدهاشم شهیدورور په کابل کې یو سیمینار ته د وینا پر مهال، عکس اخیستل «کبیره ګناه» بللې ده. نوموړي ویلي و: «د رسنیو کارکوونکو تاسې هم ږېرې پرېږدئ او له دې کارونو لاس واخلئ. ټول وخت مو یوازې د عکس په اخیستلو مه تېروئ. والله چې عکس اخیستل کبیره ګناه ده.»
دغه راز، طالبانو په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت هم بندیز لګولی او ویلي و چې ان د ګوند نوم اخیستل هم «جرم» دی. د طالبانو عدلیې وزارت د دغه وزارت له تشکیلاتو سیاسي ګوندونو پورې اړوند ریاست لغو او ګواښ یې کړی چې له دې وروسته په افغانستان کې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه نه شته.
د هېواد ډېری اوسېدونکي وايي چې طالبان د افغاني ټولنې د تنوع لپاره ګواښ دی او د دغې ډلې توکمیز، جنسیتي او مدني ضد پالیسۍ به افغانستان له ژور ناورین سره مخ کړي.
د مذهبي ازادۍ د ځپلو په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته شوې دي چې د دوحې له درېیمې غونډې وړاندې ځينو پخوانیو حکومتي چارواکو او د مدني ټولنې لسګونو بنسټونو او د ښځو حقونو فعالانو ملګري ملتونه د طالبانو په سپینولو او له دغې ډلې سره په همکارۍ تورن کړي دي. د هغوی په وینا، ملګرو ملتونو له طالبانو سره د دغه سازمان د منشور خلاف تعامل کړی دی.
تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه ویلي چې سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو د بدلون په هیله د دغې ډلې د سپیناوي لپاره خپلو ناکامو هڅو ته دوام ورکړی دی. نوموړي زیاته کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د هغوی د ایستلو او د چارواکو پر سفرونو د معافیت ژمنې په ګډون، د طالبانو لپاره ډېر امتیازات په پام کې نیولي دي.
په سویس کې د افغانستان سفیر د دوحې له درېیمه ناستې د ښځو او مدني ټولنې استازو ایستلو ته په اشارې ویلي: «ملګرو ملتونو او په دوحه کې میشتو استازو، افغان ښځې او د مدني ټولنې استازي د دوحې له اصلي ناستې مستثنا کړي او ژمنه یې کړې چې بله ورځ یوه بېله غونډه جوړوي. په دې سره، ملګري ملتونه او نور کوربانه د دوحې غونډې د پروتوکول، اجنډا او ګډون کوونکو په اړه د طالبانو شرایطو ته تسلیم شوي.»