۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند او د دوحې په غونډه کې د دغې ډلې د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد ویلي، سعودي عربستان غواړي چې ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.
مجاهد شنبه د چنګاښ پر ۱۰مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې د دوحې درېیمې ناستې په څنډه کې یې د سعودي عربستان له استازي سره لیدلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ «رغنده خبرې» وشوې.
مجاهد ویلي چې ریاض له طالبانو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی او دوی هم عربستان ته د مهم هېواد په سترګه ګوري.
سعودي عربستان تر اوسه په دې هکله رسمي څه ویلي نه دي.
د دوحې درېیمه غونډه پېل شوې او په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري ذبیحالله مجاهد کوي.
نوموړي له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف سره لیدلي دي.