۸صبح ورځپاڼې داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې ښيي، په غزني ولایت کې طالبان د القاعدې لپاره د ناوې ولسوالۍ په ملک الدین سیمه کې د استوګنې په کورونو د یوه سمبال مرکز او د قره باغ ولسوالۍ په باغ عطار دښته، د واغظ ولسوالۍ په دشت کابلي سیمه او د غزني ښار په څنډه کې د روضې په کوتل کې په پرمختللو امکاناتو او تجهیزاتو سره د پاکستاني طالبانو لپاره د درېیو ښارګوټو د جوړولو په حال کې دي. دغه ښارګوټي د استوګنې پر کورونو سربېره، لوىې ديني مدرسې او مجهزې ليليې هم لري، چې د ځینو یې کار بشپړ شوی دی. له دې سره هممهاله، د پاکستاني طالبانو غړو د خپلو کورنیو د لېږد لپاره په غزني کې ځانګړې سیمې ټاکلې او ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر په دغو سیمو کې ځای پرځای شي. د ټي ټي پي یوه ډله چې په غزني کې ځای پرځای کیږي، د پاکستاني طالبانو د بېل شوي قوماندان حافظ ګل بهادر ډله ده چې د پاکستاني پوځیانو پر ضد یې پراخ بریدونه کړي دي. دغه راز د راپور موندنې ښيي، چې د ختیځ ترکستان د غورځنګ د نظامي جبهو قوماندان او د القاعدې یو جګپوړی غړی حاجي فرقان (اویغوري) د کابل په شیرپور سیمه کې د سراج الدین حقاني په یوه مېلمستون کې اوسېږي.
له غزني ولایته د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې طالبان په دغه ولایت کې د القاعدې او پاکستاني طالبانو د غړو د ځای پر ځای کولو لپاره دغو دوو ډلو ته د لویو دیني مدرسو او د خوندیتوب د نورو تدابیرو په لرلو سره د استوګنې څلور ښارګوټي جوړوي. د راپور موندنې ښيي، چې په غزني کې د ځينو دغو ښارګوټو او دیني مدرسو کار د بشپړېدو په حال کې دی. د اطلاعاتو له مخې، د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د یوې مدرسې په لرلو سره ښارګوټی د القاعدې لپاره او درې نورې ښارګوټي په ځانګړي ډول د ټي ټي پي د غړو لپاره جوړېږي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د راپور د موندنو له مخې، طالبانو د استوګنې د ښارګوټو پر جوړولو سربېره د هوساینې له ټولو امکاناتو سره د دیني مدرسو لویې ودانۍ هم جوړې کړې، چې لګښت یې حقاني شبکې ورکړی دی.
د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د القاعدې لپاره د طالبانو ښارګوټی
ناوه په غزني کې د طالبانو لپاره یوه له مهمو او ستراتیژیکو ولسوالیو ګڼل کیږي. دغه ولسوالي له تېرو شلو کلونو راهیسې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لپاره د اکمالاتو لوی مرکز بلل کېده. د ناوې ولسوالۍ چې له څو نورو ولایتونو سره مواصلاتي لارې لري، د پاکستان پولې ته هم نږدې پرته ده.
د ۸صبح موندنې ښیي چې طالبانو د ناوې ولسوالۍ د سټراټېژیک موقعیت له امله د القاعده شبکې یو مرکز په دې ولسوالۍ کې جوړ کړی دی. د راپور د موندنو له مخې، په یادې شوې ولسوالۍ کې د ښارګوټي د جوړولو او ورته د ځمکې د ځانګړي کېدو د څرنګوالي، د ودانیزو او تدارکاتي موادو د برابرولو او نورو اړینو برخو چارې بشپړې شوي او کار یې په چټکۍ سره روان دی.
باخبرو سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي تاییدوي چې د ناوې ولسوالۍ په ملک الدین سیمه کې د القاعدې د جلب او جذب د یوه مرکز د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د سيمې اوسېدونکي د ديني مدرسې د جوړولو په پلمه قانع کړي دي. خو اپوټه دوی د القاعدې لپاره پوځي اډه او روزنیز مرکز جوړوي. د دوى په وينا، په ياده سيمه کې د استوګنې د ښارګوټو د جوړولو کار تېر دوبی پيل شوى او تر اوسه دوام لري.
طالبانو پر دې سربېره، د ناوې ولسوالۍ د ګاونډیو ولسوالیو پر اوسېدونکو چې په زابل او پکتیکا ولایتونو پورې اړوند دي، هم غږ کړی چې خپل ځوانان د روزنې لپاره دغه مرکز ته ورولېږي. سرچينې زياتوي چې د دغې مدرسې د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او شاوخوا ته يې د استوګنې د کورونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د غزني په ناوې کې د پرمختللو اسانتیاوو په لرلو سره د یوې لویې مدرسې جوړېدل
د ملیونونو ډالرو په لګښت د لویو مدرسو جوړېدل د ښارګوټو د جوړېدو په برخه کې د طالبانو یو بل پروګرام دی. موندنې ښيي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکې د څو میلیونو ډالرو په لګښت د یوه لوی کمپلکس د جوړېدو چارې نهايي کړې او ډېر ژر به بشپړې شي. په دغه کمپلکس کې یوه لویه دیني مدرسه او مجهزه لیلیه شامله ده. دیني مدرسې ته څېرمه د القاعدې د غړو لپاره د استوګنې لسګونه کورونه هم د جوړېدو په حال کې دي. باخبرو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې د دغه ښارګوټي او مدرسې بودیجه د حقاني شبکې لخوا ورکړل شوې او دغه کار د یوه خیریه موسسې په نوم پر مخ وړل شوی دی، باخبره سرچینې تاییدوي چې د مولوي سالم سعد په نوم یو کس په غزني کې د حقاني شبکې په استازیتوب د القاعدې او پاکستاني طالبانو لپاره د مدرسو او د استوګنې د کورونو د جوړولو مسوولیت پرغاړه لري.
د باغ عطار په دښته کې د ټي ټي پي لپاره د استوګنې ښارګوټی
یو له هغو ښارګوټو چې طالبانو د پاکستاني طالبانو د تحریک او القاعدې لپاره جوړ کړی دی، د غزني د قره باغ ولسوالۍ د باغ عطار دښتې په سیمه کې دی. سرچینې زیاتوي چې دغه ښارګوټی د هزاره ګانو په ملکیت کې جوړ شوی او طالبانو په دې سیمه کې د هزاره ګانو غوښتنو او شکایتونو ته ځواب نه دی ویلی او د القاعدې او ټي ټي پي لپاره یې د ښارګوټې د جوړولو بهیر ته دوام ورکړی دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، په يادې شوې سيمه کې د پاکستاني طالبانو زرو کورنيو ته کورونه جوړ شوي او ټاکل شوې، چې ډېر ژر دغه کورنۍ په دې سیمه کې ځای پرځای شي. د دې ودانۍ هغه عکسونه چې د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلي دي، ښيي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د باغ عطار دښتې په سيمه کې د ښارګوټي له جوړېدو سره هممهاله، د سیمې اوسېدونکو اعتراض کړی او موضوع يې له طالب چارواکو سره شريکه کړې ده. د سیمې اوسېدونکو دوه ځلي د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره کتلي، خو دغو کتنو او غږ پورته کېدو پایله نه ده ورکړې او د ښارګوټي د جوړېدو چارې به ډېر ژر بشپړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو اړوند د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو هم د دغه ښارګټوټي یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې دا ښارګوټی د کډوالو لپاره جوړه شوی دی. د ټولنیزو شبکو یوه طالب کاروونکي حافظ سامي شاوخوا درې میاشتې وړاندې پر فیسبوک د دغه ښارګوټي د جوړېدو عکسونه خپاره کړي وو او ویلي یې وو، چې په قره باغ ولسوالۍ کې د زرو کورونو د جوړولو کار روان دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو خلکو ته ويلي، چې دغه ښارګوټی له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شوی دی، خو له پاکستانه د رااېستل شويو کډوالو کومه کورنۍ سيمې ته نه ده لېږدول شوې. د سرچینو په وینا، له کډوالو نه د طالبانو موخه وزیرستانۍ کورنی دي. سرچينه زياتوي چې طالبان په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې د تر ټولو وړې ودانیزې پروژې کارونو ته په پراخ ډول پوښښ ورکوي، خو د دغه ښارګوټي د جوړېدو چارې په ډېر محرمانه ډول مخته وړي.
د واغظ ولسوالۍ په دشت کابلي سیمه کې د ټي ټي پي ښارګوټی
د راپور د موندنو له مخې، د طالبانو لخوا پاکستاني طالبانو ته دویم ښارګوټي د غزني ولايت د واغظ ولسوالۍ په دشت کابلي سيمه کې جوړ شوی دی. دغه ښارګوټی د واغظ ولسوالۍ او د غزني د مرکز تر منځ غځیدلي سړک ته څېرمه پروت دی. دغه ښارګوټی د هزاره ګانو د تګ راتګ په لاره کې موقعیت لري.
د دغو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې د دغه ښارګوټي د جوړېدو د چارو په لومړيو ورځو کې يې له طالبانو د وضاحت غوښتنه وکړه، خو دغې ډلې خلک دوکه کړل او ويې ويل، چې له پاکستانه د رااېستل شويو کډوالو لپاره ښارګوټی جوړېږي. خو د طالبانو په منځ کې سرچینو تایید کړې ده چې دوی هم درک کړې ده، چې دغه ښارګوټی د ټي ټي پي لپاره جوړ شوی دی او په اوسنیو شرایطو کې یې څه له وسه پوره نه دي. دغه ښارګوټی په زر جريبه ځمکه کې د پاکستاني طالبانو د ۵۰۰ کورنيو لپاره جوړېږي او ډېر ژر به پرانيستل شي.
د ټي ټي پي پر جنګیالیو د غزني د ښوونکو د ښارګوټي وېشل کېدل
درېیم ښارګوټي چې طالبانو پاکستاني طالبانو ته ځانګړې کړی دی، په غزني کې د ښوونکو ښارګوټی دی. دغه ښارګوټی چې ټاکل شوې وه په غزني کې پر بې کوره ښوونکو ووېشل شي، اوس د پاکستاني طالب جنګیالیو پر ښارګوټي بدل شوی دی. دغه ښارګوټي د غزني د خواجه عمریو ولسوالۍ او د ميدان وردګو ولايت تر منځ پر پوله پروت دى او د کابل- کندهار لويې لارې ته څېرمه د روضې کوتل ته نږدې جوړ شوی دی.
د غزني د خواجه عمريو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغه سیمه له یوه کال راهیسې د طالبانو تر سختې څارنې لاندې ده او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې ورنږدې شي.
له دې سره هممهاله، په غزني د طالبانو د پوهنې په ریاست کې سرچینې وايي، دغه ځای د کور او ښار جوړونې وزارت ښوونکو ته د ښارګوټي د جوړولو لپاره په پام کې نیولی و او لومړني کارونه یې پیل شوي وو، خو اوس د دغه ریاست له کنټروله وتلی او ځمکه یې غصب شوې ده.
د دغو ښارګوټو ودانیز توکي څنګه تیار شوي؟
په غزني کې له یوه کال څخه په کمه موده کې د څلورو لویو ښارګوټو او د استوګنې د زرګونو کورونو سره له نورو ضمیمو بشپړېدل ښايي ناشونې وي؛ خو طالبانو پرې په چټکۍ کار روان کړی دی. د پروسږکال له چنګاښ میاشتې راوروسته د هوا تر سړېدو پورې، ټولو ودانیزو، بلوک جوړولو او نجارۍ شرکتونو خپل تولیدي توکي دغو سیمو ته لېږدولي وو.
د باخبره سرچینو د څرګندونو په حواله، طالبانو له دغو شرکتونو تولید شوي ودانیز توکي د بازار له نرخه په لوړه بیې پېرلي او ان کله کله چې کار چټکېده او په غزني کې د ودانیزو توکو د تولید وړتیا کمه وه، له کابله یې ودانیز توکي او ماهر کارګر غزني ته لېږل. څو سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې منلې چې د څو میاشتو لپاره د دغو ښارګوټو د جوړولو لپاره له کابله غزني ته تللي.
غزني ته د ټيټيپي د لېږد لپاره د طالبانو تیاری
سرچیني مني چې طالبانو غزني ته د ټيټيپي او د هغوی د کورنیو غړو د لېږد لپاره اړین تیاری نیولی دی. د سرچینو په وینا، د ټيټيپي ځينې کورنۍ په بېلابېلو نومونو دغه ولایت ته لېږل شوې دي.
دغه راز، له پکتیکا سرچینې مني چې د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ او د خوست سپېرې ولسوالۍ پر ځينو سیمو د پاکستان له بریدونو وروسته، د وزیرستان هغه وګړي چې په دغو سیمو کې وو، اوس غزني ته د لېږد لپاره تیار دي. د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې له ځينو وزیرستاني وګړو سره د ملګرتیا نږدې اړیکې لري او ورته ویلي دي چې له دغو سیمو به امنو ځایونو ته ولېږل شي.
سرچینې مني چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړو ته د ښارګوټو جوړول د تېر کال له غويي میاشتې پېل شوي او لا دوام لري. څه موده وړاندې د ټيټيپي ځیني غړي او وزیرستاني کډوال چې کرښې ته څېرمه په پکتیکا او خوست کې ځای پر ځای شوي وو، غزني ته تللي او د طالبانو په لارښوونه یې ځانونو ته د مېشتېدنې لپاره درې مرکزونه او اوسېدنځایونه ټاکلي دي.
په غزني کې سرچینې مني، درې هغه سیمې چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړو د ژوند کولو لپاره ټاکلي، د دغه ولایت د هزارهګانو ملکیت دی او ډېر زیان به دغه قوم وګړي وګالي.
د ټيټيپي کومه څانګه غزني ته لېږدول کېږي؟
باخبره سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د ټيټيپي ډېری جنګیالي او د هغوی کورنۍ چې ټاکلې ده غزني له کرښې څېرمو سیمو ولېږدول شي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ د جګپوړي قوماندان حافظ ګل بهادر کسان دي. پر حافظ ګل بهادر تور دی چې پر پاکستاني پوځيانو یې خونړي بریدونه کړي. د پاکستاني رسنیو د راپور په حواله، د دغه هېواد حکومت څو وارې له طالبانو غوښتي چې نوموړی اسلاماباد ته وسپاري.
د خیبرپښتونخوا په بنو کې له برید وروسته چې څو پاکستاني پوځيانو ته پکې مرګژوبله واوښته، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۲ کال د قوس پر ۶مه په اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړ. نوموړي وزارت له طالبانو غوښتي چې له ټيټيپي څخه د بېلې شوې ډلې مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.
ورته مهال، داسې راپورونه هم شته چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر ملا فضلالرحمان افغانستان ته د خپل څو ورځني سفر په لړ کې د پاکستاني طالبانو تحریک له دغه مشر سره لیدلي دي. داسې ښکاري چې د دغو کتنو پاېله، د دې پر ځای چې نوموړی پاکستان ته وسپارل شي، له کرښې د لرې ساتلو لامل شوې ده. فضلالرحمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې تر څو میاشتو به په خیبرپښتونخوا کې یو بل «اسلامي امارت» واکمن شي.
دغه راز، د پاکستان دفاع وزیر ګواښ کړی چې د «عزم استحکام» په نوم د دغه هېواد تازه عملیاتو په چوکاټ کې به د پاکستاني طالبانو مرکزونه د دغه هېواده له خاورې بهر هم په نښه شي. نوموړي په وار وار په طالبانو تور لګولی چې په افغانستان کې یې د ټيټيپي جنګیالو ته پناه ورکړې ده.
د پاکستان په غوښتنه د افغانستان نورو سیمو ته د ټيټيپي لېږد
له دې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي و چې له طالبانو سره یې د هوکړې له مخې، د ټيټيپي غړي په کرښه کې له څېرمو سیمو د افغانستان لرې پرتو ولایتونو ته لېږدول کېږي. دا څرګندونې د پاکستان کورنیو چارو پخواني وزیر رانا ثناءالله کړې وې.
هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستاني طالبانو د نوم له اخیستلو پرته ویلي و چې پاکستاني پناهغوښتونکي به له کرښې څېرمه سیمو د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدول شي؛ خو د کوم ځانګړي ولایت نوم یې وانخیست.
هغه وخت د افغانستان د ملي مقاومت په نوم ټلوالې او ځينو سیاسي څېرو ادعا کړې وه چې د افغانستان شمال ته د پاکستاني طالبانو د تحریک غړو د لېږد په برخه کې ټکان ورکوونکي راپورونه یې ترلاسه کړي. هغوی دا چاره اندېښمنوونکې بللې وه او ویلي و چې طالبان په افغانستان کې د قومي او ټولنیز بدلون په لټه دي.
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان اسلامي جنبش ګوند مشر هم ادعا کړې چې له ځانګړي پېژاند پرته کورنۍ د افغانستان په شمال په ځانګړي توګه په تخار، کندوز او فاریاب کې ځای پر ځای شوې دي.
د القاعده له غړو ملاتړ او په کابل کې یې ځای پر ځای کېدنه
دمګړۍ د ختیځ اسلامي ترکستان خوځښت د پوځي جبهو عمومي قوماندان او د القاعده شبکې جګپوړی غړی حاجي فرقان (ایغوري) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراجالدین حقاني میلمه دی. نوموړي له دې وړاندې د بدخشان په مرکز فیض اباد او د بغلان په مرکز پلخمري کې ژوند کاوه.
باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دمګړۍ حاجي فرقان د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د حق او عدالت ګوند مخکېني دفتر مخامخ کوڅې کې ژوند کوي. د سرچینو په وینا، په دې سیمه کې د نوموړي ټول لګښت او اسانتیاوې د سراجالدین حقاني له لوري ورکول کېږي او د نوموړي په ملاتړ په کابل کې دی.
سرچینې وايي چې د نوموړي تر امر لاندې ځواکونه چې وړاندې یې له طالبانو سره اوږه په اوږه د پخواني امنیتي ځواکونو او ناټو سره جګړه کوله، دمګړۍ په فاریاب، جوزجان، کوکچې شاوخوا او بدخشان کې حضور لري. د سرچینو په وینا، د دغو ځواکونو ډېره برخه له کانونو په ځانګړې توګه په تخار او بدخشان کې د طلا له کانونو تغذیه کېږي او د کانونو په قاچاق کې هم لوی لاس لري.
له دې وړاندې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې نوموړي په بدخشان کې واده کړی او په جعلي نوم یې د افغانستان پېژندپاڼه او پاسپورت هم اخیستی دی. نوموړی په افغانستان کې د القاعده شبکې لوړپوړی غړی ګڼل کېږي.
دغه راز، د ختیځ ترکستان خوځښت مشر او د القاعده شبکې جګپوړی غړی عبدالحق ترکستانی هم په افغانستان کې دی.
د القاعدې جګپوړی غړی او د ختیځ ترکستان غورځنګ مشر عبدالحق ترکستانی
د ختیځ ترکستان ګوند د چین د اویغورانو څخه جوړ دی او د چین په ختیځ کې د سینکیانګ د ازادولو او هلته د اسلامي حکومت جوړولو په موخه رامنځته شوی دی. چین دا ګوند «ختیځ اسلامي ترکستان خوځښت» په نامه یادوي او هغه د خپل ملي امنیت لپاره جدي ګواښ بولي.
له دې وړاندې، د روسیې دفاع وزیر په قزاقستان کې د ټولییز امنیت د دفاع وزیرانو په سرمشریزه کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان شمالي پولو ته څېرمه د افراطي ډلو له یوځای کېدنې اندېښنه ښودلې وه. نوموړي ټينګار کړی و چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان لا هم په منځنۍ اسیا کې د ناټيکاوۍ اصلي سرچینه ده.
دغه راز، د قرغیزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې رییس کامچي بک تاشیف په بیشکک کې د همګټو خپلواکو هېوادونو په امنیتي ناسته کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ډېرو اورپکو ډلو حضور د خپلواکو همګټو هېوادونو سوېلي پولو د امنیت لپاره ګواښ دی.
له نړۍ سره د طالبانو دوه ګونې لوبه
طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې چې د القاعده په ګډون له نورو اورپکو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي. په نږدې درېیو کالو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په خپلو راپورونو کې د القاعدې او طالبانو ترمنځ له ژورو اړیکو پرده پورته کړې ده. د دغو راپورونو په حواله، د القاعده جګپوړي غړي د طالبانو له خوا په بېلابېلو دولتي څوکیو ګومارل شوي او په ازاده توګه د خپلو ځواکمنېدو لپاره سربازګیري کوي.
له القاعده او نورو اورپکو ډلو سره د طالبانو اړیکې
د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ګروپ هم په یو راپور کې ویلي و چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لاهم نږدې دي او دې شبکې په افغانستان کې اته روزنیز کمپونه جوړ کړې دي. دغه بنسټ په خپاره کړي راپور کې لیکلي و چې القاعده شبکې څلور مرکزونه په پروان، غزني، لغمان او روزګان کې دي او په پنجشېر کې یې د وسلو یو زېرمتون هم جوړ کړی دی.
له دې وړاندې، فارن پالیسۍ د یو محرمانه ډيپلوماتیک راپور په حواله لیکلي چې طالبان د القاعده شبکې قوماندانانو او عواملو ته ځای او پاسپورټونه تیاروي. په دې راپور کې ویل شوي چې طالبان له القاعده سره مرسته کوي، څو د «هیرویینو امپراتورۍ» پراخې شبکې ته لاسرسی ولري.
د راپور په حواله، د مخدره توکو د قاچاق پراخه شبکه چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له پخواني حکومت سره د طالبانو د جګړې لګښت برابروه، اوس د القاعده په لاس کې ده. په دې راپور کې راغلي چې القاعده په تېرو دوو کالو کې د بدخشان او تخار د سرو زرو له کانونو ۱۹۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. د دغه راپور د موندنو په حواله، القاعده هره اوونۍ څو میلیونه ډالر د بدخشان او تخار د سرو زرو له کانونو پيدا کوي.
فارن پالیسۍ د دغه محرمانه راپور ځیني برخې په ډاګه کړي چې پکې راغلي، له دغو کانونو لاسته راغلو پیسو څخه ۲۵ سلنه یې د القاعده برخه ده او دغې شبکې د ۲۰۲۲ کال له پېله تر اوسه ۱۹۴.۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. د دغه راپور پر بنسټ، د سرو زرو له دغو دوو کانونو څخه هره میاشت القاعده ته ۲۵ مېلیونه ډالر لاسته ورځي.
د فارن پالیسۍ د راپور په حواله، د القاعده له خوا د کانونو استخراج لپاره سلګونه زره کارګر استخدام شوي او د «طالب ملګري جنګسالاران» ترې ساتنه کوي. په دې راپور کې د طلا ۱۱ کانونه ارزول شوي چې القاعده پکې شریکه ده. دا پیسې د طالبانو د دوو لوریو له خوا له القاعده سره وېشل کېږي. په کابل کې سراجالدین حقاني او په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده اړخ، چې د بدخشان او تخار د طلا له کانونو لاسته راغلې پیسې له القاعده سره وېشي او هر یو له دې شبکې سره د اړیکو ټينګولو په لټه دی.
له دي وړاندې ۸صبح ورځپاڼې په یو څېړنیز راپور کې ویلي چې طالبان په پراخه کچه په افغانستان کې له بهرنیو جهادپالو ملاتړ کوي. د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت، د تاجکستان انصارالله، د پاکستاني طالبانو تحریک او له لسګونه نورې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړه برخمنې دي او ډېریو یې افغاني پېژندپاڼې اخیستي او له بومي ښځو سره یې ودونه کړي دي.
اخوا، د مخکېني حکومت د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج له ترهګرۍ سره د مبارزې له مرکز «وسټ پوینټ» (CTC) سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو سره یو ځل بیا جهادي اورپکې ډلې یوځای شوې دي او پر نړۍ د بل برید لپاره تیاری نیسي. ښاغلي سراج ټینګار کړی چې القاعده په یمن او سومالیا کې په عملیاتو سره افغانستان د خپلو ځواکونو د قوماندې او کنټرول په مرکز بدل کړی دی. هغه زیاته کړې چې د القاعدې غړي دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې وزارتونو کې د سلاکارانو په توګه کار کوي. د نوموړي په وینا، طالبانو د القاعدې غړو ته د افغانستان پاسپورټونه ورکړې دي. د سراج په وینا، د «طالبانو ډېری جګپوړې څېرې، د طالب پرتله القاعده دي.» سراج ویلي چې په کاپیسا کې د طالبانو والي قاري بریال، د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت اوسنی سرپرست مولوي نورجلال او د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین، په پنجشیر کې د طالبانو والي محمد آغا حکیم او د استخباراتو لومړی مرستیال تاجمیر جواد د طالبانو په رژیم کې د القاعده کلیدي څېرې دي.
بل پلو، په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت عمومي رییس رحمتالله نبیل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: «القاعده له اوسني وضعیت څخه په ګټنې د ټولو ترهګرو ډلو د پلارولۍ (Godfather) په توګه عمل کوي.» د نوموړي په خبره، القاعدې تر دې دمه ښکاره دریځنیونه کړې نه ده او موکې ته په تمه وه.