۸صبح، کابل: د طالبانو عدلیې وزارت ویلي چې په دغه وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو په بغلان او تخار کې له سېلاب ځپلو سره ۵۶ میلیونه او ۱۳۲ زره او ۷۲ افغانۍ مرسته کړې ده.
دا څرګندونې یکشنبه د غبرګولي پر ۲۰مه د دغه وزارت ویاند برکتالله رسولي په خپله اېکسپاڼه کې لیکلې دي.
رسولي زیاته کړې چې دغه وزارت له ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو غوښتي و چې په بغلان او تخار کې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.
څو اوونۍ وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو لامله په راوتلو سېلابونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
له دې وړاندې روغتیا نړیوال سازمان سېلاب ځپلو ته د پام لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.
دغه سازمان ویلي چې له سېلابونو په اغېزمن شویو ولایتونو کې وضعیت ناوړه دی او دغو سېلابونو په بغلان، بدخشان او تخار کې ۶۰ زره کسان اغېزمن او اووه زره او ۸۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.
اروپايي ټولنې هم ویلي چې ۲۰۰ زره یورو یې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د لاسنیوي لپاره ځانګړې کړې دي.