طالبانو د ټولو ښځينه کارکوونکو او ښوونکو معاش پنځه زره افغانۍ ټاکلی، داسې چې په جهادي مدرسو کې د ښوونکو او کارکوونکو معاش یې پام وړ زیات کړی دی. د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د امر له مخې، په یوې جهادي مدرسه کې یو ملا چې پخوا یې ۲۰ زره افغانۍ معاش اخیست اوس ۲۵ زره او یو شیخالحدیث له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو افغانیو پورې میاشتنی معاش اخلي. په کندوز کې ځینې ښځینه ښوونکې وايي چې په جهادي مدرسه کې یو ښوونکی د هغوی پرتله څلور برابره ډېر معاش اخلي او د کورنیو لګښت یې هم د دولت له بودیجې ورکول کېږي.
په کندوز کې سرچینې مني چې طالبان په دغه ولایت کې د خپلو جهادي مدرسو ښوونکو ته د یوې ښځينه کارکوونکې او ښوونکې پرتله څلور برابره ډېر معاش ورکوي. د سرچینو په وینا، په یوې جهادي مدرسه کې د یوه ښوونکي معاش ۲۰ زره افغانۍ و چې په دې وروستیو کې پنځه زره افغانۍ نور هم لوړ شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو په جهادي مدرسو کې د یوه مفتي او شیخالحدیث معاش د ۳۰ زرو او ۴۰ زرو افغانیو پورې دی. د سرچینو په وینا، د جهادي مدرسو ښوونکي له نورو امتیازونو لکه اختري، جامو، اضافه کارۍ او درې وخته ډوډۍ هم برخمن دي.
سرچینې ټينګار کوي چې د جهادي مدرسو مرسته کوونکي د خپلو کورنیو خواړه هم له مدرسو تامینوي او ورته مهال شکایت لري چې ولې د پوهنتون استادانو معاش ترې لوړ دی.
د سرچینو د څرګندونو په حواله، یوازې په کندوز کې درې لویې جهادي مدرسې شته چې د جامو او خوړو په ګډون یې نور لګښتونه هم د دولت له بودیجې ورکول کېږي.
بل پلو، د پوهنتون او ښوونځيو ځينې ښوونکې د معاشونو له کمي شکایت لري. هغوی وايي چې د معاش کمۍ یې نه یوازې پر روان ناوړه او منفي اغېز کوي؛ بلکې ښځينه کارکوونکې له ګڼو ستونزو سره مخامخوي.
فریده (مستعار نوم) چې استاده ده وايي: «موږ نه غواړو له طالبانو جیره يي معاش واخلو، غواړو څنګه چې ادعا کوي خوندي کاري چاپېریال برابر کړي، کار کوو او حق مو غواړو. دا لوی ظلم دی، هم یې له کارکولو محرومې کړې یو او هم یې معاشونه راکم کړي، موږ د طالبانو خیرات خورې نه یو.»
دا ښوونکې زیاتوي چې د کورنۍ سرپرستي ورلغاړې ده او یوازینی عاید یې معاش و چې په وینا یې، له کمېدو وروسته له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ شوې ده.
زحل (مستعار نوم) یوه بله ښوونکې ده چې له معاش پرته کوم بل عاید نه لري. نوموړې وايي چې د ځان په ګډون داسې استادانې او کارکوونکې پېژني چې له معاش پرته د ګټې وټې کومه بله سرچینه نه لري. د هغې په خبره، په پنځو زرو افغانیو نه شي کولای ان خپلو اولادونو ته وچه ډوډۍ هم برابره کړي.
دا ښوونکې ټينګار کوي: «موږ خپل حق غواړو. کلونو مو خدمت وکړ، بیا یې هم کوو؛ خو طالبان هر څه د ځان لپاره غواړي، خلکو ته یې ژوند سخت کړی. طالبان له خلکو په زور مالیات اخلي او بل پلو، د بشري مرستو په نوم میلیونونه مرستې راځي، څرګنده نه ده چې څه کېږي.»
اخوا، په کندوز، بدخشان، تخار او بغلان کې د پوهنتون ځينې استادانې وايي چې اړې دي د طالبانو دغه ګام پرضد احتجاج وکړي یا خپلې کورنۍ په زهرو ووژني یا له افغانستانه د وتلو لار ومومي.
د ښځو حقونو ځينې فعالانې وايي چې طالبانو له ښځينه حقونو د سرغړاوي او له زدهکړو او کار څخه د هغوی د محرومیت ترڅنګ، د څو ودونو کلتور هم دود کړی دی.
دا فعالانې چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي، ټينګار کوي چې دمګړۍ ډېری نارینه چې د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې په برابرولو کې پاتې دي، دویم او درېیم واده کوي چې په وینا یې، په دې سره د ښځو ژوند د تباهۍ او بدختۍ پر لور رهي کوي.
د یادونې ده چې د ښوونځيو ځينې ښوونکې هم وايي چې مناسب معاش نه لري؛ خو په وینا یې، سره له دې هغه هم په وخت نه ورکول کېږي.
له دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې داسې معلوماتو ته لاسرسی موندلی و چې طالبانو له ښوونځيو پاتې نجونې دیني مدرسو ته د تګ لپاره هڅولې دي. هغه مهال سرچینو ویلي و چې ځينې مهال نجونې د خپلو استادانو له لوري له طالبانو سره واده کولو ته هڅول کېږي.