۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال په ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه ویسټ انډیز لاړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ پنجشبنه د غويي پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان لوبډله به لومړی متحده عربي اماراتو ته او له هغه ځایه به د لندن له لارې انټېکا ته لاړه شي.
د کرېکټ بورډ په خبره، افغان کرېکټ لوبډله به د دغه جام له سیالیو وړاندې د چمتووالي په موخه ۱۱ ورځني تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي.
څه موده وړاندې کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کرېکټ ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې مشري یې راشد خان کوي.
د یادونې ده چې د کرېکټ ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام لوبې به سږ کال په جون کې په امریکا او ویسټ انډیز کې وشي.
په دې لوبو کې به افغان لوبډله خپله لومړنۍ سیالي د جون پر درېیمه له یوګاندا لوبډلې سره وکړي.
د دغه نړيوال جام لپاره لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې چې په هر ګروپ کې پنځه – پنځه لوبډلې دي.
افغانستان له نيوزيلنډ، ویسټ انډيز، يوګاندا او پاپوا نيو ګيني سره په يوه ګروپ کې دی چې بل پړاو ته د تګ لپاره به په خپل منځ کې سیالي کوي.