۸صبح، غور: په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ښځې او د هغې د لور مړي موندل شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د دغو دوو کسانو مړي شنبه د غبرګولي پر ۱۹مه د اللهیار ولسوالۍ په «اب ګرم» کلي کې موندل شوي دي.
دا ښځه او د هغې اووه کلنه لور شاوخوا دوه میاشتې مخکې شپه مهال په همدې کلي کې له خپل کوره نادرکه شوي وو.
تښتونکو دا دوه کسان لومړی وژلي او بیا یې ښخ کړي دي.
تر اوسه د دغې پېښې عاملان او انګېزه نه ده معلومه.
د طالبانو سيمهييزو چارواکو په دې هکله څه نه دي ويلي.
که څه هم طالبان تل په هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي؛ خو جنايي جرمونه په ځانګړې توګه مرموزې وژنې ورځ تر ورځ د زیاتېدو په حال کې دي.