په هلمند کې يو شمېر کورنۍ وايي، ورځ تربلې په دغه ولايت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او دا مهال پر دې ناروغۍ سلګونه اخته ناروغان په روغتيايي مرکزونو کې بستر دی. د هلمند ولايت د بُست مرکزي روغتون چې د د دغه ولایت یو مهم او مرکزي روغتون ګڼل کېږي، زيات شمېر پر خوارځواکۍ اخته ماشومان پهکې بستر دي.
د هلمند د عامې روغتيا په رياست کې يوه روغتيايي سرچينه چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، هره مياشت دوی ته له مرکز او ولسواليو څخه تر درېیو زرو زیات ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته دي، د درملنې په موخه وروړل کېږي.
سرچینه وايي، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له ډلې څخه يو شمېر یې د شديدې خوارځواکۍ له کبله ژوند له لاسه ورکوي. دا سرچینه زیاتوي: «موږ هره مياشت په هلمند کې تر درېیو زرو پورې داسې ماشومان ثبت کړي چې پر خوارځواکۍ اخته وي، ډېری يې د لرې پرتو ولسواليو اوسيدونکي وي؛ خو د مرکز لښکرګاه ماشومان هم شته چې د خوارځواکۍ له کبله کړېږي.»
په ورته وخت کې يو شمېر ميندې چې اولادونه يې پر خوارځواکۍ اخته شوي وايي، اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ماشومان يې خوارځواکه شي. په بُست روغتون د حميدې په نوم يوه مور چې د دویم ځل لپاره يې پر خوارځواکۍ اخته ماشوم راوړی وايي، نه يوازې د ماشومان لپاره مناسب خوراکي مواد نه لري، بلکي په وينا يې، ټوله کورنۍ يې د دوه وختونو پوره خواړه نه لري.
دا مېرمن وايي که په خوارځواکۍ د اخته ماشوم درملنه يې هم وشي، خو دوی باوري دي چې بیاځلې به هم خوارځواکه کېږي. هغه وايي: «موږ په کور کې ۱۴ کسان يو، د خپلې کورنۍ په اوبو نه رسېږو، ډوډۍ او نور خواړه خو پر ځای پرېږده. دا زما دویم ځل دی چې دا ماشوم راوړمه او ۱۰ ورځې کېږي چې دلته بستر دی. خاوند مې په ښار کې لاسي کراچي چلوي، دومره پیدا کوي چې شپه ورباندې تېره شي.»
په هلمند کې د طالبانو د عامي روغتيا ریاست مشر ډاکټر سيداحمد سېدي وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۴ زره او ۵۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته وو او د دغه ولایت روغتونونو ته لېږدول شوي دي. دی وايي، نه يوازې خوارځواکي ته چې هلمندي ماشومان يې د مرګ تر پولو رسولي؛ بلکي په وينا، په دې وروستیو کې چې د تودوخې درجه هم لوړه شوې، بیلابیلي نورې ناروغۍ هم د ماشومانو ترمنځ مخ پر ودې دي.
هغه ووايي: «په هلمند ولايت کې د کال په لومړیو درېیو مياشتو کې اته زره کسان پر خوارځواکۍ اخته وو چې له موږ سره ثبت دي او بیاځلې په دویمو درېيو مياشتو کې شپږ زره او ۵۰۰ کسان چې پر خوارځواکۍ اخته شوي، موږ له ځان سره ثبت کړي دي.»
بل خوا روغتياپالان وايي، خراب اقتصادي وضعيت او لوږه د دې لامل شوې چې په هېواد کې د خوارځواکۍ پيښې زياتي شي. روغتياپال محمدصديق حبیب وايي، د اميندوارۍ پرمهال د ميندو غذايي رژیم ته نه پاملرنه، د ماشومانو تر پیدايښت وروسته د ميندو د شيدو کمښت او مناسب خواړه نه خوړل هغه لاملونه دي چې افغانستان په ځانګړي ډول په هلمند ولايت کې يې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.
نوموړی له کورنيو څخه غوښتنه کوي چې د غذايي رژیم په برخه کې دي تناوب جوړ کړي او هڅه دې وکړي چې د غني ويټامين درلودونکي خواړه وخوري. هغه زياته کړه: «اساسي ستونزه په افغانستان فقر دی چې د خوارځواکۍ پيښې مخ پر لوړېدو دي. کورنۍ مناسبو خوړو ته لاسرسۍ نه لري، کله چې يوه مور امېندواره وي په کار ده چې هغې ته مناسب خواړه چمتو شي، خو دلته په افغانستان کې کورنۍ دومره وس نه لري چې د کورنۍ امېندواره ميندو ته منظم خواړه ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د رواني چنګاښ مياشتي پر ۵مه د طالبانو د عامې روغتيا وزارت هم خبر ورکړي و چې د تېر جمهوريت په پرتله اوس دوی دوه زره او ۴۰۰ د خوارځواکۍ د درملنې نوي مرکزونه فعال کړي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان رسنيو ته ويلي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې درې زره او ۲۰۰ د خوارځواکۍ د درملنې سايټونه موجود دي.
که څه هم شرافت زمان ويلي چې د پخوا په پرتله دوی د خوارځواکۍ د درملنې په موخه دوه زره او ۴۰۰ نوي روغتيايي مرکزونه فعال کړي، خو په ورته وخت کې ادعا کېږي چې اوس د خوارځواکۍ د پيښو په رامنځته کېدو کې کموالی راغلی دی. بل خوا یو شمېر روغتیايي سرچینې او هېوادوال د طالبانو بیاځلې واکمنۍ کې د خوارځواکۍ پېښې د بېساري زیاتوالي خبر ورکوي او دا ډله د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنوي.