په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیز له لګېدو زر ورځې تېرېږي. دا زر ورځې نه یوازې د افغانستان د نیمایي نفوس لپاره، بلکې د نړۍ د ټولو ویښو وجدانونو لپاره د زرګونو ورځو د درد او کړاو نښه ده. په دې زر ورځنۍ ننداره کې د افغانستان په جغرافیه کې د ترهې د مسلکي مدیرانو لخوا درد او کړاو او بشري غمیزه نندارې ته وړاندې شوې ده او د نړۍ ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو یې ننداره کړې ده.د غولول شویو هېوادونو او ايډيالوژيکو ډلو ننداره او دا چې له دې نندارې خوند اخلي، ښایي طبیعي وي. خو د ډيموکراتيکو هېوادونو او د بشري حقونو د بنسټونو ننداره تر ټولو جالبه ده د دغو بنسټونو ننداره، د اوسني وضعیت د دوام پر ټولنیزو پایلو سربیره، په نړیوالو اړیکو کې د نوي دود د پیل او ټینګښت په مانا ده. په نوي دود کې اخلاق او انساني ارزښتونه نړیوالو اړیکو ته له دننه کېدو منعه شوي، لکه څنګه چې د افغانستان پوهنتونونو ته د ښځو دننه کېدل منعه شوي دي.
د افغان نجونو او ښځو له برخلیک سره د لوبې کولو په دې وحشتناکه ډرامه او تاریخي تیاتر کې د آزادې نړۍ د نندارې رول د هغه چلند د الګو کولو د برلاسۍ په مانا دي چې په رڼا کې یې انساني ارزښتونه خپل رنګ بایلي. په دغه نندارتون کې د محرومو ښځو نارې او چیغې نور د اصلي درد لېږدوونکې نه دي او داسې ښکاري چې د ننداره کوونکو د ساتیرۍ لپاره طراحي شوې دي. د محرومو نجونو چیغې نور هېڅ ځای نه نیسي او د څرخي پله د زندان په انفرادي خونو کې د نجونو غریو او د هغو نجونو ځانوژنه چې پر حرمت او بدن یې تېری شوی دی، کوم وجدان نه ځوروي او قیامت نه شي جوړولای. په دې دود کې داسې ښکاري چې ګواکې په نړۍ کې د ویښتیا هوډ هیڅ ارزښت نه لري. بشري حقونه او د ښځو حقونه د ساتېرۍ وسیلې دي چې هېڅ واقعي مانا نه لري.
که داسې نه وي، دا ډېره څرګنده ده چې له تحصیله د ښځو محرومیت او پر افغان مېرمنو د بې سوادۍ د تر خه برخلیک تحمیلول نه یوازې د هېواد لپاره ترخې پایلې لري؛ بلکې د نړۍ لپاره مستقیم ګواښ دی. هغه ښځې چې نن له تحصیله محرومې کیږي، سبا د ټولنې لپاره ګټور ځواک نه شي کېدای او طبیعي پایله ورته دا ده چې د طالب په څېر اولادونو مور به وي. ښکاره ده چې طالبان افغانستان او نړۍ دواړو ته ګواښ دي. په افغانستان کې د طالب د جوړېدو يو راز د هغو ميندو شتوالی دی چې د هېواد د پروني غير انساني کلتور پر بنسټ د تحصیل له حقه بې برخې شوي او د طالب په څېر اولادونه یې روزلي دي. داسې برېښي چې د همدې نوي دود پر بنسټ به دغه شیطاني دوره په افغانستان کې د يوه عمومي برخليک په توګه روانه وي. له زده کړو د ښځو په بې برخې کېدو سره ، په ټولنه کې د ټولنیز کېدو یو ځانګړی بهیر بنسټیز کېږي، چې نا انساني پوهاوی به یې پایله وي. په دې بهیر کې محرومیت په اصل کې د محرومیت په مانا نه درک کیږي، نو په ټولنه کې فکري او رواني ناخوالې رامنځته کیږي او د هغې پر بنسټ د حل لپاره هڅې کیږي. په دې بهیر کې ګواکې مرکب جهل ترټولو عمومي شی دی چې په ټولنه کې د پوهاوي په توګه رامنځته کیږي، يعنې که د طالبانو د پوهاوي په نظام کې د افغان ميندو، نجونو او ښځو محروميتونه درک نه شي او طالبان له دې محروميته ونه ځورېږي، نو د همدې مرکب جهالت له امله طالبانو د خپل ټولنیز کېدو په بهیر کې له سواده د محرومو میندو په محوریت سره پرې په همدې ډول باور کړی دی.
کورنۍ، د ټولنیز کېدو د لومړي مرکز په توګه، ماشومان له نالوستو میندو سره ټولنې ته وړاندې کوي او له دې پرته بله تمه به غیر معقوله وي. البته، دا تحلیل او په افغانستان کې له زده کړو د ښځو ممنوعیت د طالبانو په مرکب جهل پورې تړل په دې مانا نه دي چې په افغانستان کې له تحصیله د ښځو د ممنوعیت په چاره کې سیاسي او استخباراتي عوامل رد کړي.
د نړۍ د نندارې راز
لکه څنګه چې یادونه وشوه، نړیواله ټولنه په دې زرو ورځو کې تر ډېره ننداره کوونکې وه. دا ننداره مختلف دلایلو ته راجع کېدای شي، خو دلته یې یوه خورا مهم لامل ته اشاره کیږي: د نړیوال نظام په برخه کې د ایډیالیستي لید ناکامي.
که څه هم د ریالیزم او ایډیالیزم تر منځ لانجه په نړیوال نظام کې یوه له اوږدمهاله او تاریخي لانجو ده، خو په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو ناکامي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په دغه هېواد کې د بنسټپالو او مذهبي افراطیانو په بیا راتګ سره په رسمي توګه اعلان شوه. په افغانستان کې د ښوونځیو له تړلو او د زده کړو له ممنوعیته زر ورځې نه تېرېږي، بلکې یو نوی نړیوال دود زر ورځنی شوی دی. د اخلاقو او آرمان د ناکامي او په نړیوالو اړیکو کې پر ارزښتونو د کرښې د راکاږلو زر ورځې کیږي. که اخلاق ژوندي وای او په نننۍ نړۍ کې د مډرنو ارزښتونو په ساتنه کې صداقت وای، نو د ترهګرۍ جراثیمو ته به هېڅکله د راګرځېدو چانس نه و. د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ مه یوازې د افغانستان اسلامي جمهوریت ماتې ونه خوړه، بلکې په سیمه ییزه او نړۍواله کچه د ریالیزم د بریا او د ایډیالیزم د ماتې اعلان وشو. په هغې ورځ ډیموکراسي بې اعتباره شوه او د نړۍ د ډیموکراسۍ د بدنامۍ تشت د اسیا له لوړ بامه چې افغانستان دی را ولوید. داسې بریښي چې د ایډیالیزم بیا احیا ته ډیر وخت ته اړتیا ده او په افغانستان کې د تیارو پر وړاندې د ايډیالي چلند لپاره ډېره هیله نه شته او نه به وي، بلکې نړۍ ډیره لېواله ده چې په افغانستان کې د ښځو د برخلیک په ګډون هر څه د کارتونو په توګه ولوبوي. په دې انګېرنه کې هیڅ شی نه ښه دي او نه بد؛ له هر څه د هغه د موثریت او ګټورتیا پر بنسټ ګټه اخیستل کېدای شي. په دی لید لوري کې ډیموکراسي، اخلاق، بشری حقونه او انسانی اړیکی اصلا ارزښت نه لری، بلکی هر یو یی د لوبغاړو د موسمی ګټو د تعقیبولو وسیله ده او په نړۍ کی د پرګنو او خلکو د احمق کولو یوه پلمه ده!
داسې برېښي چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ لپاره د ننداره کوونکې له حالته د نړۍ د رول بدلول کومه اخلاقي او ایډیالي غوښتنه نه ده چې د ایډیالیزم په رنګ بایللو سره په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ لپاره کوم دلیل نه وي، بلکې په افغانستان کې د ښځو ملاتړ په راتلونکې کې د واقعي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر یوې رښتینې سټراتیژۍ ټینګار دی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د چاغښت او عمومي کېدو له لارې رامنځته کېدونکې دي. ریالیستیک سیاست ایجابوي چې د افغان ښځو ملاتړ وشي. په افغانستان کې له تحصیله د ښځو برخمنېدل به په مستقیم ډول د ترهګرۍ د چانس او د غولول شویو اولادونو د کمېدو په مانا وي. طبیعي ده، څومره چې د افراطیت چانس کم شي، نړۍ به له لږ ګواښ سره مخ شي او دا تر ټولو واقعي سټراتیژي ده چې نړۍ یې تعقیبولای شي.