د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا د ښځو او مدني ټولنې د استازو لرې کول له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوي دي. مدني او سیاسي فعالانو د دوحې له ناستې د افغان ښځو او نورو مدني ټولنو استازو لرې کول طالبانو ته د تسلیميدو او دا یې د پوښتنې وړ بللی دی. هغوی ټينګار کړی چې په دې تړاو د ملګرو ملتونو چلند «شکمن» او د دغه سازمان د منشور او فلسفې سره په ټکر کې دی. د ځينو فعالانو د ادعا په حواله، د یوناما د مشرې په ګډون د دغه بنسټ ځيني جګپوړي دیپلوماتان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او هغوی ته لابيګري کوي. ورته مهال، په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت عمومي رییس له ملګرو ملتونو سره د «افغان دیاسپورا» د اړیکو ځنډول غوښتي؛ څو په خبره یې، احتجاجونه ماناداره شي. ټاکل شوې د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون میاشتې په وروستیو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو او طالب پلاوي په ګډون په قطر کې جوړه شي. د یوناما مشرې په ضمني ډول منلې چې د دغې ناستې په اجنډا کې ښځې نه شته او پکې به پر خصوصي سکټور، بانکولۍ او له نشهیي توکو سره پر مبارزې خبرې اترې وشي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د دغه سازمان په کوربتوب د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي. که څه هم تر اوسه د دغې ناستې څرګنده اجنډا خپره شوې نه ده؛ خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې د دغې ناستې اجنډا خصوصي سکټور، بانکولي او له مخدره توکو سره مبارزه ښودلې ده.
تر دې وړاندې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې یو چارواکي هم ویلي و چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا خصوصي سکټور، بانکولي او له مخدره توکو سره پر مبارزې ورټوله ده. نوموړي ویلي چې دا اجنډا د ملګرو ملتونو له خوا ورسره شریکه شوې ده. هغه منلې چې په دې ناسته کې به د طالبانو یو پلاوی هم ګډون وکړي.
ورته مهال، پخوانۍ دیپلوماتې او د بشري حقونو کارپوهې فریما نوابي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې ملګري ملتونه د افغان مېرمنو پر ستونزو سترګې پټوي او طالبانو ته د مشروعیت وربښولو په لټه دي. د بشري حقونو دغې کارپوهې د نوم نه اخیستلو پرته ویلي چې په کابل کې د یوناما د ځينو جګپوړي دیپلوماتانو حضور «شکمن» دی او ادعا کوي چې هغوی طالبانو ته لابيګري کوي او نږدې اړیکې ورسره لري. مېرمن نوابي زیاتوي چې ملګري ملتونه له ۸۰ مې لسیزې راهیسې په افغانستان کې ناکام دی او په وینا یې، دا سازمان توانېدلی نه دی چې خپل پروګرامونه د افغانستان واقعیتونو او د خلکو د غوښتنو له مخې پرمخ یوسي.
دا پخوانۍ دیپلوماته ټینګار کوي چې په کابل کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا او د هغې د ځينو همکارانو چلند شکمن دی او دغه راز، هغوی د افغانانو له کلتور او مناسباتو سم درک نه لري. د نوموړې د ادعا په حواله، د یوناما مشره له طالبانو او د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له روسیې سره نږدې اړیکې لري او د هغوی په خوښه چلند کوي.
مېرمن نوابي زیاتوي چې د ښځو ستونزې د هېوادونو او ملګرو ملتونو په اجنډا کې ځای نه لري او دا سازمان غواړي د ښځو مبارزې تتې کړي؛ څو په خبره یې، طالبانو ته په مستقیم یا نامستقیم ډول مشروعیت وروبښي. د نوموړې په وینا، د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د طالبانو لیده کاته د مشروعیت ورکولو او په افغانستان کې د ښځو مبارزې د کمزوري کولو په مانا دي. دا پخوانۍ دیپلوماته ټينګار کوي چې په دې سره ملګري ملتونه د افغانانو په منځ کې بېباوره او مدیریت او فعالیت به یې تر پوښتنې لاندې راشي.
د دوحې درېیمې ناستې له اصلي اجنډا څخه د ښځو او د مدني ټولنې استازو لرې کولو ته په کور دننه او د ځينو نړیوالو بشري حقونو بنسټونو هم غبرګونونه ښودلي دي.
هغوی د ملګرو ملتونو دا ګام طالبانو ته د تسلیمۍ او د دغه سازمان له منشور سره په ټکر کې بللی دی.
معترضو ښځو د یوناما مشره طالبانو ته په لابيګرۍ تورنه کړې او ویلي دي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو له نه ګډونه د هغې ملاتړ د نړیوالو قوانینو خلاف دی. هغوی ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره د دوحې په غونډه کې د ښځو پر حقونو سترګې پټې کړې دي.
بل پلو، «د افغانستان لپاره د کاناډا فمینستي انجمن» د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدني ټولنې او ښځو پر ماناداره ګډون ټينګار کړی او ویلي دي چې د بشري حقونو پر بنسټ تعامل به پر نړیوالې ټولنې د افغانانو له منځه تللی باور بېرته راولي.
د دغه انجمن په وینا پاڼه کې راغلي: «نړیواله ټولنه دې د دوحې غونډې په ګډون هر ډول تعامل لږ تر لږه د نجونو ښوونځيو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بېرته پرانېستلو په شرط وکړي.»
اخوا، په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت عمومي رییس رحمتالله نبیل د دوحې درېیمه ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې استازو لرې کولو ته په غبرګون کې له ملګرو ملتونو سره «د افغان دیاسپورا، فعالانو او د بشري او ښځو حقونو مبارزانو» د رسمي تعاملاتو ځنډولو غوښتنه کړې ده. نوموړي په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا تعلیق دې تر هغې دوام ورکړي؛ څو په وینا یې، ملګري ملتونه د افغانانو پر وړاندې خپل دوه ګوني معیارونه سم نه کړي او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته په څرګند ډول درناوی وکړي. نبیل پر ملګرو ملتونو تور لګولی چې دغه سازمان د دوحې په ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې په منزوي کولو کې د طالبانو خوا نیولې ده.
په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت رییس زیاته کړې: «ملګري ملتونه پرلپسې د طالبانو غوښتنو ته تسلیم شوي او د افغانانو بنسټيز بشري حقونه او هیلې یې له پامه غورځولې دي. د ملګرو ملتونو په منشور کې په بنسټيزو بشري حقونو، انساني کرامت او د نارینه او ښځو پر مساوي حقونو ټينګار شوی او دا سازمان د دغو اصولو په ساتلو کې پاتې راغلی دی.»
نبیل د طالبانو له خوا د ښځو سمبال شوي ځپنې ته په اشارې ویلي چې د دوحې له درېیمې ناستې د ښځو لرې کول د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو تبعیضي پالیسۍ ضمني منل دي او په وینا یې، دا ډول چلند په خپله د دغه سازمان له منشور سره خیانت دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې طالبان له غرونو او د جګړې له ډګره راغلي او په خبره یې، تمه نه کېږي چې په لنډه موده کې دې د ښځو حقونه او بنسټيزې ازادۍ ومني.
د یوناما مشرې ویلي چې طالبان په دې غونډه کې ګډون کوي او لومړی وار به ورسره د هېوادونو ځانګړي استازي مخامخ خبرې وکړي. نوموړې ادعا کړې چې طالبانو ته به د هېوادونو ځانګړي استازي ووايي چې ښځې د خبرو اترو په بهیر کې ورګډې او کار او سوداګرۍ ته یې لاسرسی برابر کړي.
د بشري حقونو فعالان او سیاسي څېرې داسې مهال ملګري ملتونه د دغه سازمان له منشوره په سرغړونې تورنوي چې دغه سازمان پروسږکال هم د افغان ښځو پر کار بندیز ته په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې عملي ګام پورته نه کړ.
پروسږکال یوناما په دغه بنسټ کې د ښځو کاربندیز ته په اشارې یوې ویناپاڼه کې ویلي و: «دا بندیز ناقانونه، د ښځو له حقونو بې بدیله سرغړونه، د بشري اصول ښکاره نقض او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.» د یوناما مشرې هغه مهال ټينګار کړی و: «د ملګرو ملتونو په تاریخ کې هېڅ رژیم هڅه کړې نه ده چې په ملګرو ملتونو کې دې ښځې یوازې د دې لپاره له کاره راوګرځول شي چې ښځې دي . . . دا پرېکړه پر ښځو، د ملګرو ملتونو پر بنسټيزو اصولو او نړیوالو قوانینو څرګند برید دی.»
د یادونې ده چې امریکايي رسنیو د امریکا بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ او رینا امیري د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون تابیا نه لري.
دا غبرګونونه له هغې وروسته راپورته شوي چې ځينو مدني فعالانو او معترضو ښځو په نړیواله کچه د احتجاجونو کمپاین پېل کړی او د دوحې ناستې د تحریم غوښته یې کړې ده.
لومړنی احتجاج پرون د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې وشو.
معترضانو له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د دوحې ناسته تحریم کړي. هغوی دې ناستې ته د طالبانو بلنه د افغانانو پر غوښتنو د سترګو پټولو په مانا بللې.