۸صبح، کابل: د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم او پوهنې وزارت سرپرست حبیبالله اغا د تاتارستان د علماوو شورا له رییس څخه غوښتي چې افغانستان ته ورشي.
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت یکشنبه د غبرګولي پر ۲۰مه په یوه خپاره کړي پيغام کې لیکلي چې ندامحمد ندیم او حبیبالله اغا د روسیې په کازان ښار کې «د پوهنې او لوړو زدهکړو وزیرانو نړیوالې غونډې» په څنډه کې د تاتارستان د علماوو شورا له رییس رستم عبدالحی سره کتلي دي.
په دې کتنه کې ندیم ویلي چې دمګړۍ افغانستان «امن» دی او طالبان له خلکو سره په «مهربانۍ او شفقت» چلند کوي.
د یادونې ده چې پرون ندامحمد ندیم او حبیبالله اغا په کازان ښار کې د پوهنې او لوړو زدهکړو وزیرانو په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړل.
دا طالب چارواکي داسې مهال په دې ناسته کې ګډون کوي چې نږدې درې کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی دی.