۸صبح، کابل: په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو له شوي برید وروسته چې د لیتوانیا یو وګړی هم پکې ټپي شوی، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د لیتوانیا بهرنیو چارو وزارت شنبه د غويي پر ۲۹مه خپلو هېوادوالو ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د «بې ثباته امنیتي وضعیت او ترهګریزو بریدونو لوړې کچې ګواښ» ته په کتو دې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.
نوموړي وزارت زیاته کړې چې په بامیان کې شوي برید کې د دغه هېواد یوه ښځينه اوسېدونکی ټپي شوی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د یادونې ده چې تېره جمعه د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سېلانیانو وسلهوال برید وشو.
پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې پر بهرنیو سېلانیانو شوي وسلهوال برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې درې بهرني سېلانیان او درې افغانان وژل شوي. هغه ویلي چې ځواکونو یې د وژونکو موندل پېل کړي او تر اوسه په پېښه کې د ښکېلتیا په تور اووه کسان نیول شوي.
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو او د هغوی پر افغان ملګرو د شوي وسلهوال برید په اړه له نړیوالو معیارونو سره سم څېړنې غوښتنه کړې.