۸صبح، کابل: په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو په دغه ولایت کې د طالبانو یو پوځي چارواکی وژلی او د دغې ډلې یو بل جنګیالی یې ټپي کړی دی.
سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو یکشنبه د غبرګولي پر ۱۳مه له غرمې وروسته د دولتیار ولسوالۍ د ټولي قومندان ملا حسن په ډزو وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
د سرچينې په خبره، دا پېښه د «کوتل شينيه» په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو دا پوځي مسوول د غور ولايت له مرکز فيروزکوه څخه د دولتيار ولسوالۍ پر لور روان و.
تر اوسه دا نه ده روښانه نه ده چې نوموړی طالب چارواکی د کومې ډلې له خوا وژل شوی دی.
په غور کې طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې ناپېژانده وسلهوالو د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ د سیمهییزو استخباراتو مرستیال سېدنور محمد قتال هم نن له غرمې وروسته وواژه.