۸صبح، غزني: د غزني اوسېدونکو په شخصي لګښت د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې یو ښوونځی جوړ کړی دی.
سرچینې یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا ښوونځی د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د غزني د ناور ولسوالۍ په «باتور» سیمه کې جوړ شوی دی.
د دغه ښوونځي له جوړېدو دمخه تر ۲۰۰ ډېر زدهکوونکي په خلاصه فضا کې پر زده کړو بوخت وو.
د سرچينې په خبره، د ناور اوسېدونکو دا ښوونځى په داسې حال کې جوړ کړى چې دوى په خپله ناوړه اقتصادي وضعیت تجربه کوي.
د یادونې ده چې شاوخوا يوه مياشت مخکې هم د دغه ولايت د قرهباغ ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل لګښت يو ښوونځى ګتېاخیستنې ته سپارلی و.