۸صبح، کابل: د دوحې ناستې دویمه ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو په مقدماتي وینا سره پېل شوه.
د اجنډا له مخې، د دوحې ناستې دویمه ورځ نن (دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې ناستې د کوربنې روزمیري ډیکارلو په وینا سره پېل شوې ده.
د اجنډا پر بنسټ، ټاکل شوې د مېرمن ډيکارلو له وینا وروسته د طالبانو پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد د بانکي محدودیتونو او په افغانستان کې له نشهیي توکو سره د مبارزې د پرمختګ په هکله خبرېاترې وکړي.
مجاهد د دغې ناستې په لومړۍ ورځ له لوېدیځو هېوادونو سره د رغنده تعامل غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو حضور اغېزمن بللی دی.