۸صبح، کابل: د طالبانو د مرکزي ویاند ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوی د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته روان شوی دی.
مجاهد شنبه د چنګاښ پر ۹مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي: «د [طالبانو] استازي د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته روان شول.»
مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې پلاوی به یې د «رغنده او مثبت» تعامل لپاره دوحې ته لاړ شي.
نوموړي په دې خبري ناسته کې وویل: «د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په درېیمه ناسته کې زموږ ګډون له هېڅ لوري سره دښمني نه ده او دا به له ټولو لورو سره تعامل وي چې باید درک او ترې ښه ګټه واخیستل وشي.»
د مجاهد په خبره، پلاوی به یې د دوحې په درېیمه ناسته اقتصادي ننګونې، محدودیتونه او لاسته راوړنې مطرح کړي.
د دوحې درېیمې ناستې ته د طالبانو پر بلنې او له دغې ناستې د ښځو او مدني ټولنو استازو ایستلو ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.