د طالبانو پوهنې وزارت له دیني مدرسو د فارغو شویو کسانو شمېرې نه خپروي. د طالبانو تر کنټرول لاندې پوهنې وزارت پورې اړوند وېبسایټ او ټولینزې شبکې ښيي چې له یوې میاشتې راهیسې له جهادي مدرسو او نورو عادي مدرسو د فارغانو په تړاو څه خپاره شوي نه دي. رسنیو او ازادو خبري اژانسونونو هم په دې اړه کوم خبر نه دی خپور کړی. اخوا، د هرې ورځې په تېرېدو د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې له مدرسو او دارالعلومونو د زرګونو تازه دمو زدهکوونکو د جذب او فراغت په اړه د هېوادوالو او نړیوالې ټولنې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
د طالبانو په پوهنې وزارت کې سرچینې وايي، سره له دې چې هره ورځ په کلیو او ولسوالیو کې دینې مدرسې جوړېږي؛ خو دغې ډلې د اسلامي تعلیماتو معینیت ته ویلي چې د مدرسو جوړېدو او له هغو د فارغو شویو په اړه څه ونه وايي.
سرچینې زیاتوي چې د جهادي مدرسو په اړه د معلوماتو او خبرونو پر خپراوي ملا هبتالله او له نورو عادي مدرسو د فارغو شویو په اړه د معلوماتو او شمېرو پر خپرواي د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست حبیبالله اغا بندیز لګولی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته یو نوملړ په واک کې ورکړی چې په تېرو ۱۰ ورځو کې ځيني زدهکوونکي د هېواد مرکز او ولایتونو په کچه له دیني – جهادي مدرسو فارغ شوي؛ خو طالبانو یې له خپرولو ډډه کړې ده.
له مدرسو د فارغو شویو کسانو نوملړ د ولایتونو له مخې جوړ شوی دی. په دې نوملړ کې ښکاري چې لغمان د نورو ولایتونو پرتله مخکښ دی او د نورو ولایتونو په کچه د دغه ولایت له مدرسو ډېر کسان فارغ شوي.
۸صبح ورځپاڼې ته د استول شوي نوملړ له مخې، یوازې د تېرو دوو اوونیو په لړ کې ۴۰ کسان د عمر بن خطاب له مدرسې، ۴۰ کسان له پشهیي مدرسې، ۲۵ کسان له فاروقیه مدرسې او ۲۵ نور له نعمانیه دارالعلوم، ۳۰ زدهکوونکې د نجونو لپاره له کچور مدرسې، ۱۸ کسان د الیشنګ له احیاالقران مدرسې، ۱۰۶ کسان د عمادالعلوم له مدرسې، ۳۰ کسان د ابوهریره له مدرسې، ۱۳ د دارالحناف له مدرسې او په لغمان کې له جامعه القران مدرسې څخه بیا ۳۰ کسان فارغ شوي دي.
دغه راز، په تخار کې د ضیاالعلوم محمدیه له دیني مدرسې ۱۸ کسان، د سیدالشهدای حضرت حمزه له مدرسې ۳۱ کسان، د خالد بن ولید له مدرسې ۶۷ کسان او ۱۵ نور بیا د دغه ولایت له فاروقیه مدرسې فارغ شوي دي.
پر دې سربېره، په کابل له احسنالمدارس مدرسې ۱۹ کسان، د حضرب بيبي سُمیه له مدرسې ۴۱ زدهکوونکې، د امالمومنین حضرت عایشې صدیقه له مدرسې ۲۱ نجونې او ۷۰ کسان بیا په بدخشان کې د ویس قرن له مدرسې فارغ شوي دي. دغه راز، په کابل کې بیا ۵۲ کسانو د فیضالقران له مدرسې، ۸۲ کسانو د جامعه اسلامیه محمدیه له مدرسې، ۳۹ کسانو د نعمان بن ثابت له مدرسې او ۸۱ نورو بیا د ابوهریره له مدرسې د فراغت سندونه اخیستي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې په میدانوردګ کې ۳۱ کسان د حضرت حمزه له مدرسې او ۲۱ نور د سیدالانبیا حضرت محمدص له مدرسې او په بلخ کې ۳۷ کسان له جامعه السلام له مدرسې او ۱۸ نور بیا په دغه ولایت کې د حضرت عایشه صدیقه له مدرسې فارغ شوي دي. دغه راز، په بغلان کې بیا ۱۰۳ کسان د نجمالدین له مدرسې او ۱۰ نور د جامعهالعلوم په نوم له مدرسې فارغ شوي دي.
د دغه نوملړ په حواله، د تېرو دوو اوونیو په لړ کې د نورستان، فراه، کندهار او هرات له دیني مدرسو ۳۸۰ کسان فارغ شوي دي. په دغو فارغانو کې ښځې او نجونې هم شته.
ورته مهال، د دیني مدرسو ځينې زدهکوونکي وايي چې درسي نصاب یې د ښوونځي درسي نصاب پرتله پام وړ بدل دی.
په میدانوردګ کې د یوې جهادي مدرسې زدهکوونکي الهام (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «زموږ د دینې مدرسې درسي نصاب ځانګړی دی، کتابونه، استادان او درسي چاپېریال مو هم ځانګړی دی او له نورو غیرجهادي مدرسو سره توپیر لري.»
دا زدهکوونکی زیاتوي: «زموږ استادان هره ورځ له موږ پوښتي چې د شپې چا نبي کریم ص په خوب لیدلی دی چې زه ورته د جنت زیری ورکړم.» نوموړی له دغه لارې پښېمانه نه برېښي او غواړي په راتلونکې کې «په ټوله مانا یو ځوان مسلمان» واوسي.
طالبانو له دې وړاندې له دیني بنسټونو د فارغانو شمېرو له خپرولو سره ستونزه نه لرله؛ خو په هېواد کې دننه او بهر له غبرګونونو وروسته یې تر خپل واک لاندې مدرسو او دارالعلومونو لاستهراوړنو او فعالیتونو خپرول بند کړي دي.
تر دې مخکې، د طالبانو پوهنې وزارت پورې اړوند وېبسایټ او خواله شبکو (فیسبوک او اېکس) کې د تازه دمو زدهکوونکو د فراغت خبرونه خپرېدل؛ خو له څه مودې راهیسې دا د ډول خبرونو درک نه شته.
په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د خصوصي او رسمي مدرسو شمېر ۱۸ زره ښودلی و؛ خو د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده دا کافي نه وې بللې او دیني مدرسو لپاره یې زر تازه بستونه ځانګړي کړل چې له مخې یې، هر کلي ته د دوو مدرسو برخه ورکړل شوه. پوهنې وزارت کې د سرچینو په خبره، طالبان د دولت ډېره بودیجه د جهادي مدرسو پر جوړولو، تمویل او سمبالونې لګوي.
د یادونې ده چې تازه د تاجکستان د پارلمان رییس امامعلي ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا جوړې شوې دیني مدرسې ځانمرګي روزي او په خبره یې، دا هېواد یو ځل بیا د اورپکۍ پر مرکز بدل شوی دی.