۸صبح، کابل: د طالبانو پوهنې وزارت د ښځينه ښوونکو معاشونه تر بلې خبرتیا ځنډولي دي.
یو لیک چې یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، د طالبانو پوهنې وزارت دا بهیر تر هغه مهاله ځنډولی چې پنځو زرو افغانیو ته د ښځينه کارکوونکو د معاشونو کمولو حکم څرګند شوی نه وي.
دا مکتوب د طالبانو پوهنې وزارت د چارسمبالي حبیبالله آغا په لاسلیک صادر شوی او لارښوونه شوې چې تر بلې خبرتیا دې د ښځينه ښوونکو معاشونه وځنډول شي.
د دغه ځنډ لامل د پوهنې وزارت د ښوونکو د معاشونو په اتومات سیسټم کې ستونزه ښودل شوې ده.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو مشرتابه ټولو دولتي ادارو ته لاښوونه وکړه چې د ښځينه کارکوونکو معاشونه دې پنځه زره افغانۍ وټاکل شي.
په دولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو معاشونو کمېدو ته په غبرګون کې پرون ځينو ښځينه ډاکټرانو کاربندیز وکړ.
پر دې دغې پرېکړې پراخې نیوکې وشوې.