۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو په نوښت او د ۲۲ هېوادونو او څو سازمانونو له حضور سره د افغانستان په هکله د دوحې درېیمه ناسته نن د کابل پرمهال د ماښام په ۶:۳۰ بجو پېلېږي او تر ۸:۰۰ بجو به دوام وکړي.
دا ناسته نن او سبا (د چنګاښ پر ۱۰مه او ۱۱مه) د قطر پلازمېنې دوحې په ریتز کارلټون هوټل کې جوړېږي.
د ناستې کوربتوب به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو کوي.
د یادونې ده چې تېره شپه د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد په مشرۍ د دغې ډلې پلاوى د ناستې ځاى ته رسېدلى دى.
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په دې ناسته کې خپل حضور خبر ورکړی دی.
د دوحې درېیمه ناسته داسې مهال جوړېږي چې د طالبانو مخالفو سیاسي او نظامي خوځښتونو په دې ناسته کې د دغې ډلې ګډون غندلی دی.
د ښځو یو شمېر اعتراضي غورځنګونو د نړیوالو لاریونونو بلنه ورکړې ده.