د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه د جون پر ۳۰مه د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوه. په دې غونډه کې د طالبانو ویاند ګډون کړی، خو ښځې، د افغانستان د خلکو استازي او افغان سیاستوال پکې حضور نه لري. طبیعي ده چې په دا وړ ځانګړتیاوو سره دا ډول غونډه ښکاره او پټې پايلې او ننګونې لري چې د افغانانو لپاره يې جبرانول سخت دي او بهرني هېوادونه به هم ترې زیانمن شي. دا ډول غونډه کېدای شي څو پیغامونه ولري، چې تر ټولو مهم پیغامونه یې په لاندې ډول دي:
۱- یوې ترهګرې ډلې ته مشروعیت ورکول
دې غونډې ته د ښځو او نورو افغان استازو او سیاسي ډلو له حضور پرته د طالبانو بلنه په یو ډول دغې ترهګرې ډلې ته د مشروعیت ورکول ګڼل کیږي. طالبان چې ډېری چارواکي یې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي او د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه پیژندل کیږي، د دې غونډې له لارې یو څه سیاسي مشروعیت ترلاسه کولای شي. دا په داسې حال کې ده چې نورې سیاسي ډلې او د افغانستان د خلکو استازي چې ښايي بېلابېل نظرونه او اندېښنې ولري، له پامه غورځول شوي دي. دا غونډه چې د تېرو غونډو په لړ کې جوړېږي، ظاهراً د طالبانو د سپینولو لپاره یو پلان شوی اقدام دی. ښايي د طالبانو سپينول د سترو قدرتونو او ملګرو ملتونو لپاره ځينې تاکتيکي پایلې ولري، خو د دې ډلې د ماهيت او د هغې د کړنو د مخینې له امله بايد دا ومنو چې هېڅوک د ترهګرۍ له خطرونو خوندي نه دي. دا قاعده استثنا هم نه لري. ممکن دا خطر ژر یا وروسته وي، خو حتمي دی.
۲- د لا زیات کنټرول لپاره د طالبانو ځواک زیاتېدل
طالبان هڅه کوي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د څو شرطونو په مطرح کولو سره د خبرو اترو او تصمیم نیولو پر بهیر لا زیات کنټرول ترلاسه کړي. په دغو شرطونو کې کېدای شي د بندیزونو لېرې کول، د دوی د حکومت په رسمیت پیژندنه، د ښځو د زده کړې په تړاو د طالبانو د تګلارې پر بدلېدو بحث نه کول او نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی شامل وي. د نړیوالې ټولنې لخوا د دغو شرطونو منل د طالبانو د دریځ د پیاوړتیا او د هغوی د حکومت د ټينګښت لامل کېدای شي، له دې پرته چې د هغوی په ځپونکي چلند او تګلاره کې بنسټیز بدلون رامنځته شي.
له طالبانو سره د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ دا ډول تقابل پرځان یو ډول عریضه او هغه تاوان ته غاړه اېښودل دي چې ژر یا وروسته به ورسره مخ شي. ملګرو ملتونو په عملي توګه د طالبانو د شرطونو په منلو سره له خپل پریکړه لیکه سرغړونه کړې او هغه اساسي مسایل چې په پام کې وه، پرې بحث شي، د اجنډا په سر کې نشته. د ځانګړي استازي ټاکل او… نور هغه مسایل دي چې باید په اجنډا کې وای. د ښځو او بشري حقونو خوندیتوب یوه له هغو دندو ده، چې ملګري ملتونه یې د منشور له مخې پر ترسره کولو مکلف دي. ملګرو ملتونو خپلې اصلي دندې هېرې کړي او د طالبانو د سپينولو لپاره پر تاکتیکي چلندونو بوخت دي.
۳- د افغانانو د غوښتنو د اهمیت لمنځه وړل
په دې غونډه کې د ښځو، مدني ټولنې، سیاستوالو او د افغان ولس د رښتینو په ځانګړې توګه د نوي نسل د استازو نشتوالی چې د خلکو له باوره برخمن دي، د دې لامل کیږي چې پرېکړې له اړین جامعیت او مشروعیته برخمنې نه وي. په داسې غونډو کې د مدني ټولنې، لږکیو او نورو سیاسي قوتونو استازي چې بېل نظرونه او اړتیاوي لري، باید حضور ولري څو پرېکړې د افغانستان د خلکو واقعي اړتیاوو او غوښتنو ته ځواب ورکړای شي. د دغو استازو نشتوالی د دې لامل کیږي چې د یوې ځانګړې ډلې (طالبانو) په ګټه پرېکړې وشي او د ټولنې د نورو برخو اړتیاوې له پامه وغورځول شي. د خلکو د رښتینو استازو په نشتوالي کې د دا ډول غونډو جوړېدل یوه نه حل کیدونکی معما ښکاري، ځکه چې که په پام کې وي چې د افغانستان مسایل حل شي نو دا چاره هغه مهال شونې ده، چې د خلکو استازي پکې حضور ولري. که موخه د اوسنی وضعیت توجیه او د طالبانو سپینول وي، دومره لګښت او فرصت ضایع کېدو ته اړتیا نشته. ښایي د دا ډول غونډې تر ټولو مهم پیغام دا وي چې د افغان ښځو او خلکو غوښتنې د ملګرو ملتونو لپاره لومړیتوب نه لري او دا سازمان لکه یو هېواد یا استخباراتي اداره د خپلو لنډمهالو ګټو د تحقق لپاره له طالبانو سره تعامل کوي.
۴- په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د مخې ډب کول
دا چلند یانې له طالبانو سره خبرې اترې کولای شي په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر بهیر جدي منفي اغېزې ولري. په اصل کې دا ډول چلند په افغانستان کې د تلپاتې سولې د مخې د ډب کولو په مانا دی. خبرې اترې باید په داسې ډول ترسره شي چې ټول اړخونه او د افغانستان خلک پکې مانا لرونکي حضور ولري او خپل نظرونه او اندیښنې مطرح کړي. له دې پرته د طالبانو د لید لوري په پام کې نیولو سره احتمالي هوکړې ښايي افغان ولس نور هم محروم کړي. دا مسأله کولای شي د دوامداره ناکراریو او ناورنیونو لامل شي. په اصل کې د افغانانو د استازو په نشتوالي کې سوله ناشونې ده، مګر دا چې له سولې موخه د هدیرې سوله وي او ټول خلک د وېرې او وحشت له امله ساه وانخیستلای شي.
۵- د ملګرو ملتونو لخوا د افغان ښځو سپکاوی
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې رزمیري ډي کارلو لخوا د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو د ګډون مخنیوی د دې ښودنه کوي چې د هېواد د نیمايي وګړو حقونه او غږونه له پامه غورځول شوي دي. دغه اقدام د طالبانو د وار له مخه شرطونو منل او د افغان ښځو ښکاره سپکاوی دی. دا ډول پریکړه نه یوازې د بشري حقونو او د جنسیتي برابرۍ له اصولو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان راتلونکي لپاره هم ناوړه پایلې لري. افغان ښځې باید د خپل برخلیک او هېواد په تړاو د پرېکړې کولو په ټولو پړاوونو کې د پام وړ ګډون ولري او له دې غونډې د هغوی حذف د منلو وړ نه دی.
حل لارې او وړندیزونه
۱– د ښځو د ټولو خوځښتونو، سیاسي ډلو او د خلکو د استازو رابلل: نړیواله ټولنه دې هڅه وکړي چې دا ټولې ډلې د افغان ولس د استازو په توګه په داسې غونډو کې حضور ولري، څو نیول شوي تصمیمونه نور هم هر اړخیز وي او مشروعیت ولري او تلپاتې او ولسي سولې ته د رسېدو لپاره زمینه برابره شي. په ځانګړې توګه دا تمه هغه مهال زیاتېږي چې د ملګرو ملتونو استازې هم یوه ښځه ده او مېرمن رزمیري د ګوټرېش د مرستیالې په توګه د غونډې کوربتوب کوي.
۲- پر طالبانو نړیوال فشار: طالبانو ته د امتیاز ورکولو پر ځای باید پر دې ډلې دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه د اجنډا په سر کې وي. دا فشارونه باید په داسې ډول واچول شي چې طالبان دې ته اړ کړي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د سولې په بهیر کې په رښتینې توګه برخه واخلي. له دې پرته، که د طالبانو لخوا د وحشت رامنځته کول د امتیاز اخیستنې د کارت په توګه په اجنډا کې شامل شي او ملګري ملتونه یې په رسمیت وپیژني، دا په دې مانا ده چې هرڅوک باید د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره ترهګر شي.
۳- د نوي نسل او د خلکو د رښتینو استازو ملاتړ: نړیواله ټولنه باید د افغان ولس د باور وړ سازمانونو او بنسټونو ملاتړ وکړي څو د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو غږ په مذاکراتو کې واورېدل شي او د افغانستان د سولې په تړاتو خبرو کې د بنسټیزو خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي. د خلکو غوښتنو ته دغه ژمنې او وفادارې ډلې دې په داسې غونډو کې د خلکو د استازیتوب په کولو سره د کړکېچ د هواري زمینه برابروي.
پایله
د دوحې درېیمه غونډه د افغانستان کړکېچ ته د تلپاتې حل لارې د لټولو او موندلو فرصت و. خو دا فرصت به هغه وخت اغېزناک وي چې ټول اړخونه پکې حضور ولري او پریکړې د ټولنې د ټولو برخو اړتیاوې او نظرونه منعکس کړي. کنې، غونډه به نه یوازې د کړکېچ په حل کې مرسته ونه کړي، بلکې ممکن ستونزې نورې هم پیچلې او ژورې کړي. نړیواله ټولنه باید دا مسأله په ډېر دقت او حساسیت سره په پام کې ونیسي او هڅه وکړي چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو بهیر په جامع او هر اړخیز ډول پرمخ ولاړ شي.