۸صبح، کابل: د امریکا د ولسمشریزیزو نوماندانو له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پر مسأله په خپلو ټلویزیوني مناظرو کې پر یو بل نیوکې وکړې.
د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسنی ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ په یوې مناظره کې چې د سي ان ان شبکې لخوا جوړه شوې وه، له یو بل سره مخامخ شول.
ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په تړاو بایډن په «بې کفایتۍ» تورن کړ.
ټرمپ کوربه ته وویل: «دی له افغانستان سره ډېر بد و. دا زموږ د هېواد په تاریخ کې ترټولو شرمناکه شېبه وه چې پوتین یې ننداره وکړه او دا بې کفایتي یې ولیده، هغه پر اوکرایین د برید انګېزه وموندله.»
ټرمپ پر بایډن دغه راز نیوکه وکړه چې هېڅ هغه جنرال یې نه دی ګوښه کړی چې ان د «ترهګرو» لخوا د ۱۳ سرتېرو له وژل کېدو وروسته یې له افغانستان د وتلو پر بهیر څارنه کوله.
ټرمپ زیاته کړه: «ده باید دا جنرالان له دندو ګوښه کړي وای، زموږ د هېواد په تاریخ کې ترټولو د شرموونکې شېبې او د میلیاردونو ډالرو د تجهیزاتو له امله چې موږ پریښودل هېڅ جنرال نه دی ګوښه شوی. موږ ۱۳ ښکلي سرتېري له لاسه ورکړل.»
بلخوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو دفاع وکړه او ویې ویل، ما هېڅکله دومره چټې خبرې نه وې اورېدلي.
نوموړي ویلي چې له افغانستانه یې زرګونه امریکايي پوځیان ایستلي دي.
بایډن د پوتین په تړاو د څرګندونو او په عراق کې د متحده ایالتونو پر سرتېرو د ایران د برید په اړه چې د ځینو لپاره یې رواني ستونزې رامنځته کړې، د ټرمپ د اقداماتو له امله پر نوموړي نیوکه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې له مناظرې وروسته د ټرمپ د کمپاین مرکزي دفتر دغه مناظره یوه بریا وبلله او د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند د احتمالي بریا په تړاو اټکلونه ډېر شوي دي.