۸صبح، کابل: د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې د ترکیې دیني چارو بنسټ ویلي چې په افغانستان کې پر اړمنو د قربانۍ ۱۳ زرو او ۳۰۰ څارویو غوښې ویشي.
اناتولي خبري اژانس شنبه د غبرګولي پر ۲۶مه په افغانستان کې د دغه بنسټ همغږي کوونکي اورهان فیصل باشاران په حواله لیکلي چې د څارویو د ټاکلو پړاو د روغتیايي او دیني معیارونو په پام کې نیولو سره کېږي.
نوموړي د څارویو د ټاکلو، په لوی اختر کې یې د ذبح کولو او اړمنو ته یې د وېشلو په تړاو وویل: «د ترکیې د دیني چارو سازمان په پام کې لري چې سږکال په افغانستان کې د ۱۳ زرو او ۳۰۰ قرباني شویو څارویو غوښې ووېشي.»
اورهان زیاته کړې، ټاکلې ده چې د دغو قربانیو له ډلې ۵۵۰ یې په کابل، ۳۵۰ یې په هرات او د قربانۍ لپاره د زرو څارویو غوښې په مزارشریف کې ووېشل شي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د لوی اختر په رارسېدو، زرګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړېږي.
طالبانو دوشنبه د غبرګولي پر ۲۸مه د لوی اختر ورځ ټاکلې؛ خو سعودي عربستان بیا سبا (یکشنبه) د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې.