۸صبح، بغلان: په بغلان کې سرچینې وايي، چې د طالبانو په کمین او د مقاومت جبهې له ځواکونو سره په نښته کې د دې جبهې یو قوماندان او یو بل غړی وژل شوي دي.
په بغلان کې د ملي مقاومت جبهې سرچینو جمعه د چنګاښ پر ۸مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې قوماندان عبدالصمد کوه ګدای چې په قوماندان حمزه مشهور و، د خیر محمد په نوم د یو کس په ګډون له دوو نورو کسانو سره د نهرین کوه ګدای سیمې ته د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره تللي و، چې د طالبانو له کمين سره مخ شول.
سرچينې ادعا کوي، چې د دې جبهې غړي په داسې حال کې چې د سيمې او هلته د طالبانو د حضور په تړاو یې کره معلومات نه لرل، عملیاتو ته لېږل شوي وو.
د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، د جبهې نظامي قوماندان او د تېر حکومت د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهيم په ډېر ټينګار سره د دغو عملياتو امر ورکړى و.
سرچينه د دغې جبهې د غړو د مرګ ژوبلې مسوول شهيم بولي، ځکه د سیمې او هلته د طالبانو د حضور د څرنګوالي په تړاو یې له مطالعې پرته امر کړی چې دغه قوماندان د طالبانو پروړاندې عملیات ترسره کړي.
خو قدم شاه شهیم د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه ادعا کوي، چې د شهیم د تېروتنې په پایله کې تېر کال په بدخشان کې هم د جبهې څو غړي ووژل شول.
د ملي مقاومت جبهې تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د طالبانو په کمین کې دغه وژل شوي قوماندان، تېره اوونۍ په یوه ویډیو کې خپل موجودیت اعلان کړ او د دغې ډلې پر وړاندې یې پر وسله وال مقاومت ټينګار وکړ.