۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وايي چې په افغانستان کې د ماشومانو کار یو له اندېښنو وړ لومړیتوبونو دی.
یوناما چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۳مه په خپله فیسبوکپاڼه کې د ماشومانو د کار مخنیوي نړیوالې ورځې (World Day Against Child Labor) په مناسبت لیکلي چې په مخکېني حکومت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د اټکل له مخې، په افغانستان کې له نیمايي ډېر له پنځو کالو تر ۱۷ کالو ماشومان په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
نوموړي بنسټ زیاته کړې: «افغانستان د ماشومانو د کار مخنیوي او حل تر ټولو مهم کنوانسیون تصویب کړی او په ۲۰۱۹ کال کې یې د ماشومانو د کار کولو پر وړاندې د مبارزې لپاره ملي ستراتېژي تصویب کړه.»
د جون ۱۲مه، د ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ ده.
د کار نړیوال سازمان دغه ورځ په ۲۰۰۲ کال کې د ماشومانو د کار مخنیوي او پوهاوي کچې د لوړولو په موخه نومولې ده.
دا ورځ داسې مهال رارسېدلې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه ماشومان د کاري بازار د رکود لامله، درنو کارونو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوسمهال په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان د کارګرو په توګه په بېلابېلو چارو بوخت دي.