۸صبح، فراه: په فراه کې سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې ناپېژاندو وسلهوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه د یکشنبه د غبرګولي پر ۶مه د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په «فیضاباد» کلي کې شوې ده.
د سرچینې په خبره، ناپېژانده وسلهوال په «فیضاباد» کلي کې د شپې پرمهال یو کور ته دننه شوي چې یو سړی او د هغه مېرمن او زوی یې وژلي دي.
که څه هم تر اوسه د دغو درېيو کسانو د وژل کېدو لامل نه دى روښانه؛ خو سرچينې ادعا کوي چې دا یوه ملکي کورنۍ وه او هیچا سره يې شخصي دښمني نه لرله. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنايي پېښې او مرموزې وژنې زیاتې شوې دي. شاوخوا دوه میاشتې دمخه په فراه کې ناپېژاندو وسلهوالو پر یو جومات برید وکړ او لږترلږه درې کسان یې ووژل.