۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي چې په افغانستان کې څلور میلیونه کسان نشهيي توکي کاروي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د نشهيي توکو کارول پکې ډېر دي.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې یو زر او ۶۰۰ روږدو ته «د اعتیاد پرېښودو درمل» ویشي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ځنیو هېوادونو په وار وار له افغانستان څخه د نشهيي توکو له قاچاقه اندېښنه ښودلې وه.
د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او تولید کې کمی راغلی دی.