۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته لنډمهالي پناه ځایونه او پخلنځي جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) یکشنبه د غويي پر ۲۳مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د افغانانو په درد او رنځ کې ځان شریک ګڼي.
دغه بنسټ زیاته کړې: «موږ په سیمه کې یو او ډېر ژر به د لنډمهاله جونګړو، پخلنځيو او نور چوپړونه رغول پېل کړو.»
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې: «موږ په ټولنه کې د اړینو زیربناوو رغولو ته ژمن یو.»
له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ویلي و چې د افغانستان سېلاب ځپلو سیمو ته یې ۱۷ ګرځنده مرستندویه ډلې لېږلې دي.
د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول په بغلان کې پراخو سېلابونو ځايي اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
بل پلوه، طالبانو ویلي چې یوازې د بغلان په دوو ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
تازه د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو ژوندي پاتې نه کور، نه ځمکه او هم د ژوند کومه بله سرچینه لري.