روغتیا نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا لګول شویو محدودیتونو روغتیايي چوپړونو، زدهکړو او کار ته د زرګونو ښځو د لاسرسي مخه نیولې ده. د دغه راپور له مخې، هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري. په راپور کې ویل شوي چې ۱۷.۹ میلیونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. د دغه سازمان په خبره، ۹.۵ میلیونه کسان محدودو روغتیايي اسانتیاوو ته لږ لاسرسی یا یې بیخي نه لري. د راپور په حواله، افغانستان په نړۍ کې د هغو دوو هېوادونو له ډلې یو دی، چې پولیو پکې شته. پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته روغتیايي سیسټم له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی. روغتیايي چوپړونو ته د خلکو لاسرسی کم شوی او ډېری خلک بیا د بېوزلۍ او دوامداره بېکارۍ لامله نه شي کولای روغتیايي مرکزونو ته لاړ شي.
روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په هکله یو نوی راپور خپور کړی چې د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه کچه او همداراز د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي کارکوونکو شدید کمښت ښيي. د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، شته محدودیتونو روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او کار ته د زرګونو ښځو د لاسرسي مخه نیولې ده.
په راپور کې راغلي چې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري. د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه کسان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري او لږ تر لږه ۹.۵ میلیونه بیا روغتیایی اسانتیاوو ته محدود لاسرسی یا هم هېڅ لاسرسی نه لري.
روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۴ کال کې به د روغتیايي چوپړونو اړتیا د ۲۳.۷ میلیونو کسانو پورې لوړه شي. دغه بنسټ د خلکو د ژوند وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ۸۰ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر په کم عاید ژوند کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، په دغه هېواد کې اقتصادي بې ثباتي د دې لامل شوې چې په وینا یې، د ناروغانو د شمېر پرتله د روغتیايي کارکوونکو شمېر ډېر کم وي. د نوموړي سازمان د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې د هرو ۱۰ زرو کسانو لپاره یوازې ۱۰ روغتیایي کارکوونکي شته په داسې حال کې چې دا شمېره باید ۴۴ روغتیایي کارکوونکي وای.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي: «دا اوږدمهاله بشري ناورین د اوسنیو جیوپولیټیکي ملاحظاتو تر اغیزې لاندې راغلی چې له کبله یې د نړیوالو شریکانو ملاتړ کم شوی دی.» راپور زیاته کړې چې دمګړۍ په ټول افغانستان کې د روغتونونو په ګډون ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، د بودیجې د سخت کمښت لامله د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او ډیسمبر ترمنځ ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه تړلو ته اړ شوي چې له پنځو کلونو کم عمره ۶۰۰ زرو ماشومانو او څه باندې ۲۴۰ زرو مېندواره میندو په ګډون یې پر درېیو میلیونو انسانانو ویجاړونکی اغېز کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې ټنیګار شوی چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره ۴۲۳ میلیونه بودیجې ته اړتیا لري. د راپور په حواله، افغانستان لا هم له ناوړه انساني ناورین سره لاسګریوان دی او اوسېدونکي یې ګڼې ننګونې زغمي. د نوموړي سازمان په خبره، افغانان د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ کړېږي.
روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې روغتیايي وضعیت پېچلی بللی. یاد سازمان زیاته کړې چې ساري او غیرساري ناروغۍ، د ساري ناروغیو خپرېدل، سختې وچکالۍ او نورو طبیعي اپتونو لکه سېلابونه او زلزلې او د ښځو پر وړاندې لګول شویو محدودیتونو وضعیت نازک کړی دی.
روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې هم په وار وار ویلي چې په افغانستان کې روغتیايي سیسټم د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی چې لامله یې میلیونونه کسان د بېوزلۍ لامله د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
پروسږکال د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک ویلي و چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې د زیږون پرمهال یوه مور مري. هغه مهال د ملګرو ملتونو له خوا د وړاندې شویو شمېرو په حواله، په افغانستان کې له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال د هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو پر مهال ۶۳۸ مېندې ژوند له لاسه ورکوي.
بل پلو، ځینې روغتیايي کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د مېندو مړینه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د خپرو شویو شمېرو پرتله څو برابره لوړه ده. د دوی په وینا، د ملګرو ملتونو راپورونه په معمولي توګه تر ډېره پخوا ته ورګرځي او اوسنۍ حالت د وړاندې شویو شمېرو پرتله خورا سخت دی.
جان محمد (مستعار نوم) چې دمګړۍ په کابل کې د یوې روغتیايي برخې کارکوونکی دی، وايي چې طالبان د روغتیايي ناروین د مدیریت وړتیا نه لري او ټول روغتیايي نظام «ملایانو او طالب جنګیالیو» نیولی او په وینا یې، د چارو کارپوهان څنډې یا ان له حذف سره مخامخ دي.
دا روغتیايي کارپوه وايي چې د مور او ماشوم مړینه اقتصادي، ټولنیزې، مدني او کلتوري اړخونه لري. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې ډېری کورنۍ د ناوړه دود دستور او باورونو لامله مېندوارې مېرمنې روغتیايي مرکزونو ته نه بیايي او ډېری ښځې د درملو د کمي او نه درمنلې لامله مري. هغه ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت له هغې ناوړه دی چې خبره یې کېږي.
شمایل (مستعار نوم) په یوه دولتي روغتون کې متخصصه ده. نوموړې وايي د سالمو ماشومانو د نسل او پالنې په تړاو د دې ډلې نظر د پرمختګ او سالمې ټولنې له ټولو شاخصونو سره په ټکر کې دی. د هغې په خبره، دا ډله د مېندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي چوپړونو په وړاندې کولو باور نه لري او ګومان کوي چې ښځې د اقتصادي او ټولنیزو اړخونو له پامه غورځولو پرته پر ماشوم زېږولو مکلفې دي.
د نسايي او ولادي څانګې دا متخصصه وايي: «د مېندو روغتیايي وضعیت په اړه د طالبانو ناسم پوهاوي ترڅنګ، مېندواره مېرمنې لومړنیو روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی نه لري، لوږه او بېوزلي د نامناسبې تغذیې لامل کېږي او ترڅنګ یې کلتوري او اقتصادي ستونزې بیا د مېندو د مړینې کچه لوړه کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په بامیان کې د دغې ډلې د والي عبدالله سرحدي د وینا پرمهال د محصلانو له خوا د «اشپلاق وهلو» لامله د یوه روغتیايي انسټيټوټ دروازه تړلې ده.
په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ویډیو کې ویل کېږي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر محتسبانو او استخباراتي مامورانو د باران په نوم د یوه روغتیايي انسټيټوټ دروازه مهرولاک کوي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې په بامیان کې د طالبانو والي د دغه انسټيټوټ د محصلانو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې او ځينې محصلانو د وینا پرمهال د تشویق په موخه اشپلاق او لاسونه پړکولي دي.
ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټکان ورکوونکې بولي چې طالبانو په تېرو دوو کالو کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د جذب لپاره د نجونو له حضور پرته ازموینې اخیستې دي. طالبانو د Exit Exam په ازموینه کې هم نجونو ته د ګډون اجازه ورکړې نه ده او د تخصص د بشپړولو په پروګرام کې یې پر برخه اخیستو بندیز لګولی دی.
د یادونې ده چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه، روغتیايي چوپړونو په وړاندې کولو کې د طالبانو بې وسي، د روغتیايي مرکزونو او درملو کمی، وچکالۍ، بېوزلۍ او لوږې روغتیايي سیسټم لا ناوړه کړی دی.