ننګرهار کې که څه هم د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین د تېرو کلونو په پرتله د هندواڼو په حاصلاتو کې د پاموړ زیاتوالي خبر ورکوي؛ خو کروندګر یې د مناسب بازار له نشتوالي سر ټکوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رئیس مولوي محمد ولي محسن وايي، سږ کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۲۲۴۰ هکتاره ځمکه د هنداوڼو فصلونه کرل شوي وو، چې شااوخوا ۸۴ زره مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي.
په همدې حال کې د هندواڼو کروندګر وايي، د تېر کال په پرتله یې فصلونه ښه دي؛ خو د طالبانو د ناسمې پاملرنې له امله یې د پلور بازار نشته، چې دې چارې له خپل جېب باقي کړي.
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد چې په خپله لس جریبه ځمکه یې د هندواڼو فصل کرلی وايي، له پنځلس کلونو راهیسې د هندواڼو پر کرنې بوخت دی او له همدې لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.
دی وايي، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله د هندواڼو حاصل زیات وو؛ خو د مناسب بازار د نشتوالي له امله له تاوان سره مخ دی.
نوموړی زیاتوي، چې له یوه لوري د بازار د نشتوالي له امله له مالي تاوان سره مخ دي؛ خو له بل لوري ترې طالبان لوړه مالیه او ټکسونه اخلي، چې دوی یې له کروندګرۍ او کاروبار زړه توري کړي.
جان محمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « سږ کال بارانونه زیات وشول، زما فصل یې ډېر ښه برابر کړ؛ ځکه بټي کوټ کې د اوبو مشکلات زیات دي؛ ښه حاصلات یې راکړي؛ خو هر کال زمونږ مشکل د مارکېټ نشتوالی دی، چې مناسب نرخونه نشته، هندواڼه مو په ارزانه بیه خرڅېږي او ډېر تاوانونه کوو، یو خو نرخونه نشته په ارازنه بیه خرڅېږي بل طرف طالبان درګرده روان دي، مالیه، عشر او ټکسونه رانه اخلي، له زنده ګۍ یې رانه زړه تور کړی.»
د هندواڼو کروند ګر دغه راز شکایت کوي، چې د مرستندویه موسسو له لوري د دوی په نوم راغلې کرنیزې مرستې هم کروندګرو ته نه رسېږي.
کروندګر وايي، د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو وسایلو د پېرلو توان نه لري، چې له امله یې مناسبه ګټه نه شي کولی او د فصل په اخر کې له خپل جېب باقي وي.
دوی غوښتنه کوي، چې مرستندویه موسسات دې کروندګرو ته خپلې مرستې په خپل لاس ووېشي؛ ترڅو دوی له مالي تاوان خوندي او خپل کرنیز کاروبار لا پراخ کړي.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی مېرزا علي چې په خپله پینځه جریبه ځمکه یې د هندواڼو فصل کرلې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: « هر کال د دهقانانو په نوم سرې، تخمونه او زراعتي وسایل راځي، موسسات یې طالبانو ته ورکوي، چې توزېع یې کړي؛ خو دا کومکونه ټول هغه چاته رسېږي، چې یا ملک ته نږدې وي، یا طالبانو ته، حقیقي دهقان ته یې هېڅوک نه ورکوي، که دا کومکونه مونږ ته ورسېږي؛ نو مونږ به تاوان ونه کړو او مناسبه ګټه به وکړو، موسسات باید دا کومکونه خپله توزېع کړي، ملکانو او طالبانو ته یې ونه سپاري.»
د ننګرهار ځايي کروندګر وايي، د تازه مېوو د پلور مناسب مارکېټ او د ساتلو لپاره زمینه نه ده برابره، چې په کور دننه د تازه مېوو د فصل پر مهال بیې ټیټې؛ خو د فصل له خلاصېدو وروسته بهرنۍ تازه مېوې په لوړه بیه پلورل کیږي.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ کروندګر عبدالولي چې په خپله شل جریبه ځمکه یې د هندواڼو او خټکیو فصل کرلی غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او مرستندویه ادارې دې د تازه مېوو د پلور لپاره ستر مشخص مارکېټ او سړې خونې جوړې کړي؛ ترڅو په کور دننه محصولات د ډېر وخت لپاره وساتل شي او کروندګر د تاوان پرځای مناسبه ګټه وکړي.
عبدالولي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: « دلته لوی مشکل د مارکېټ او سړو خونو نشتوالی دی، زمونږ چې مېوې ورسېږي، بیې ټیټې شي، د لیلام په بیه خرڅېږي؛ خو کله چې زمونږ مېوې خلاصې شي له ګاونډیو ملکونو مېوې راځي بیا یې څوک د اخېستو وس نه لري، دا ټول د مارکېټ او سړو خونو نشتوالی دی، که سړې خونې جوړې وای او زمونږ مېوې ساتل کېدلی؛ نو مونږ به ښه ګټه کولی، مېوې به مو تر څو میاشتو ساتل کېدلی نه به مو مېوه ضایع کېدلی او نه به را باندې پاکستانۍ او ایرانۍ مېوه د اور په بیه خرڅېدلی.»
بلې خوا ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وايي، سږ کال د ننګرهار په کامې، ګوشتې، لعلپورې، مومندرې، کوز کونړاو بټي کوټ ولسوالیو کې په ۲۲۴۰ هکتاره ځمکه د هندواڼو فصل کرل شوی وو، چې د اټکل له مخې به شااوخوا ۸۳ زره ۸۰۰ مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شي.
ننګرهار د هېواد په کچه یو له هغوی ولایتونو دی، چې د مناسبې هوا، اوبو زیاتوالي او کرکیلې ته د کروندګرو لېوالتیا هغه څه دي، چې په دې ولایت کې کرکېله ورځ بلې ته په زیاتېدو ده؛ خو د کروندګرو ستونزو ته نه رسېدنه او د طالبانو له لوري تکراري ژمنې بیا هغه لامل دی، چې کروندګر یې له ستونزو سره مخ او له خپل کار روزګار زړه توري کړي.