۸صبح، کابل: د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ وایي، هره ورځ د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې، د بشری حقونو د نقض او د بندیانو پر وړاندې د ظلم لسګونه پېښې کېږی، چې باید ورته پام وشي.
د جون ۲۶ مه د شکنجې له قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ ده. د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ جمعه د چنګاښ پر ۸ مه د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې د طالبانو زندانونه د نړۍ تر ټولو وحشتناک او بدنام شکنجهځایونه دي.
دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې راغلي دي: «موږ د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د طالبانو د ترهګرې ډلې چارواکي د دغې ډلې په زندانونو کې د زنداني نجونو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د شکنجه کېدو له امله، محاکمه او مجازات کړي.»
دغه غورځنګ ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو له وحشتناکو زندانونو د ښځو او نجونو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ دغه راز ټينګار کړی چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په ډېرو بېلګو سره ثابت شوی دی او د نړیوالې ټولنې له لوري یې د هغه د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
د دغه غورځنګ د اعلاميې له مخې، د جون د ٢٦مې نمانځل په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او د هر ډول شکنجې، ظلم او جبر د له منځه وړلو لپاره یو ښه فرست برابرولای شي.
د جون ۲۶مه د شکنجې د قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې ګڼ راپورونه ښيي چې د طالبانو زندانونه وحشتناک شکنجهځایونه دي چې پکې بندیان په ځانګړې توګه ښځې د جنسي تېري په ګډون په بېلابېلو ډولونو شکنجه کېږي.