۸صبح، هرات: هرات کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو پر یوې پوستې د وسلهوالو کسانو له برید څخه خبر ورکوي.
د معلوماتو له مخې دغه برید پنجشنبه د لړم پر پنځمه نېټه د سهار ۳:۰۰ بجې د هرات ښار په فرقه سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د دغه برید په پایله کې ۱۴ طالبان وژل شوي دي.
د هرات ښار د فرقې سیمې اوسېدونکو هم ویلي، چې د سهار له ۳:۰۰ بجو راهیسې یې په پرلهپسې توګه د ډزو غږونه اورېدلي دي.
هرات کې طالب مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې هرات کې د طالبانو د قولاردو پر یوه یوه کاسټر ډوله موټر د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې هم پنځه تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.