۸صبح، بغلان: بغلان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۲ طالبان ووژل شول.
دغه نښته سه شنبه شپه د وږي پر لومړۍ نېټه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په خواجه خزر کلي کې پيل شوې او د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.
ځایي سرچینې وایي، چې د دغې نښتې په پایله کې د طالبانو دوه کسان وژل شوي دي؛ خو د مقاومت جبهې ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
بغلان کې طالبانو تر اوسه د دغې نښتې په هکله څه نه دي ویلي.
دا په وروستۍ یوه اوونۍ کې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر طالبانو د مقاومت جبهې دویم برید دی.