۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار طالب سیمهییز مسوولان په دغه ولایت کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس قريشي بدلون ویلي چې دا پېښه شنبه د غبرګولي پر ۱۲مه د سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د مهمندرې ولسوالۍ په باسول سيمه کې رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۰ کسان مړه او پنځه نور ژغورل شوي دي.
قریشي وايي، تر اوسه د پنځو کسانو مړي له اوبو را ایستل شوي؛ خو د پېښې نور قربانیان چې د ژوندي پاتې کېدو هېلې یې نشته، لا هم نادرکه دي.
نوموړی طالب مسوول وايي چې د سيند په اوږدو کې د مړو د لټون عمليات دوام لري.
ورته مهال ځايي سرچينو څو ساعته دمخه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په دغې جنراتوري کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان سپاره وو.
شاوخوا دوه کاله دمخه هم په همدې ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې يو شمېر کسان ډوب شوي وو.