۸صبح، کابل: تخار کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت اشکمش ولسوالۍ کې د یو کور د چت راولوېدو پېښه کې یو سړی او دوه ماشومان وژل شوي او د دغې کورنۍ دوه نور غړي ټپيان شوي دي.
سرچینې نن پنجشنبه د مرغومي پر ۳۰ ویلي، چې د اشکمش په ماندره کلي کې د زیاتو ورښتونو له کبله د دغه کور چت لوېدلی دی.
د اشکمش ولسوالۍ روغتون یو ډاکټر نورالله رحماني ویلي، چې د پېښې د ټپيانو درملنه روانه ده.
د یادونې وړ ده، چې ډېر کله د زیاتو اورښتونو له کبله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.