۸صبح، کابل: د پرانیستو ورونو نړیوالې څارډلې ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۲ کې په ۵۰ هغو هېوادونو کې راغلی، چې له مسیحیانو سره پکې بد چلن کېږي.
د پرانیستو ورونو نړیوالې څارډلې نن پنجشنبه د مرغومي پر ۳۰ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د شمالي کوریا ځایناستی شوی او اوس دا هېواد عیسویانو ته د یوه خطرناک هېواد په توګه شمېرل کېږي.
په دې راپور کې راغلي، چې شمالي کوریا ۲۰ کاله د عیسویانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بلل کېده؛ خو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان لومړۍ درجې ته رسېدلی دی.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د مسیحیت هغه پیروان چې په افغانستان کې پاتې دي، طالبان یې د «جنګي غنیمت» په توګه ګڼي.
د پرانیستې ورونو څارډلې په ډاګه کړې، چې طالبان د مسیحیانو په لټون پسې کور په کور ګرځي او تر پېژندلو وروسته يې وژني.
د بشري حقونو دغې ډلې ویلي چې د افغانستان د عیسویانو کوچنی جمعیت اوس کلیو یا د ګاونډیو هېوادونو پنډغالو ته تښېدلي؛ خو په وینا یې، ډېری دا هېوادونه هم د عیسویانو دښمنان دي.
د بریتانیا او آیرلنډ Open Doors اجرايي مدیرې هنریتا بلیت ویلي: «لومړي مقام ته د افغانستان ختل اندېښمنوونکي دي.»
د دغه نوملړ په ۵۰ هېوادونو کې عیسویانو ته افغانستان لومړي هېواد، کوریا دویم، سومالیا درېیم او ليبیا او یمن هم څلورم او پنځم خطرناک هېوادونه بلل شوي دي. په افغانستان کې مسیحیت دین ډېر کم پيروان لري او د تېرو څلورو لسیزو جګړو له کبله ډېریو يې هېواد پرېښی دی.