۸صبح، کابل: الخدمت پاکستاني خیریه بنسټ د خوراکي او ژمنیو جامو ۳۱ لارۍ مرستې افغانستان ته واستولې.
پاکستاني رسنیو نن سهشنبه د سلواغې پر ۲۶ راپور ورکړی، چې پر ۳۱ لاریو بار دغه مرستې له تورخم پولې اوښتې دي.
د رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان او افغانستان د همکاریو انجمن کابل ته د دغو مرستو د رسونې اسانتیا رامنځته کړې ده.
د پاکستاني خیریه بنسټ له لوري دا مرستې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې هم د دغه هېواد څو خیریه بنسټونو افغانستان ته بشردوستانه مرستې لېږلې وې.
الخدمت یو نادولتي خیریه بنسټ دی، چې تر دې وړاندې د پاکستان د اسلامي جماعت د خدماتو ادارې په نوم پېژندل کېده.