۸صبح، کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې قطر کې د افغانستان او اروپايي ټولنې د پلاوو ترمنځ خبرې پیل شوې دي.
دا خبرې اترې نن سهشنبه د سلواغې پر ۲۶ پیل شوې دي.
د مخکینې اعلان له مخې، تمه ده په دې خبرو اترو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه کابل کې د ډيپولوماتيکو استازولیو د فعالیت پر پیلېدو بحث وشي.
د بهرنیو چارو وزارت پلاوي پرون د خلیجي هېوادونو له استازو او د قطر له ځينو علماوو سره خبرې اترې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له وروستیو بدلولونو وروسته یو شمېر هېوادونو له کابل څخه قطر ته خپلې ډیپلوماتيکې استازولۍ ولېږدولې.