۸صبح، غور: د غور په مرکز فېروزکوه کې یو سړی او مېرمن د نامشروع اړیکو د درلودو په تور په دُرو ووهل شول.
د سرچینو په وینا، دا حکم نن چهارشنبه د کب پر ۴، د درې ګونو محکمو له دایرېدو پرته اجرا شوی دی.
د غور څارنوالۍ رییس صمیم مهاجر هم پر خپلې فېسبوکپاڼې تایید کړې، چې دا سړی او مېرمن هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي دي.
مهاجر ویلي، چې دا سړی او مېرمن ۲۵ ورځې مخکې د غور له ولایتي روغتون څخه نیول شوي وو.
هغه پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي: «نن الهي حدود د الهي او شرعي نظام د اطاعت پر اساس پر یوه سړي او مېرمن تطبیق شول.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم یو سړی او ښځه د بدخشان څارنوالۍ کې په دُرو وهل شوي وو.