۸صبح، کابل: د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې حکومت په پوځي لیکو کې کم عمره او نابالغ کسان نه جذبوي او پرځای یې د هغوی د زده کړو د حق ملاتړ کوي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دغه موضوع چهارشنبه د کب پر څلورمه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبورا لاینز، د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اجرایي رییسې کاترین ام راسل او د دغه سازمان د اجرایي رییس له مرستیال عمر عبدي سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
هغه په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې حکومت د ماشومانو د ښوونې او روزنې ملاتړی دی او له یونیسف څخه یې وغوښتل، چې د ښوونې تر څنګ، په افغانستان کې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې هم همکاري وکړي.
هغه جوته کړې، چې په پوځي لیکو کې به کم عمره ځوانانو ته اجازه ورنه کړل شي او پرځای یې د هغوی د زده کړې د حق ملاتړ کېږي.
همداراز د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې د ښوونیزو بنسټونو د فعالیت بیا پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د پوهنتونو له پرانیستلو وروسته به د نجونو او هلکانو ښوونځي هم فعال شي.
په همدې حال کې، د یونیسف اجرایي رییسې کاترین ام راسل له دې چې نور ماشومان جګړو ته نه لېږل کېږي، هرکلی کړی او ویلی یې دي چې افغان ماشومان د روغتیا او ښوونې په برخه کې لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري. د هغې په وینا، دغه بنسټ به په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
له بلې خوا، راسل په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د ماشومانو او میندو پر روغتیا سربېره، د کورونا ویروس په برخه کې د لازم پوهاوي او د شري واکسین تطبیق هم اړین دی.
هغې زیاته کړې، چې د دې کار لپاره، په هغه ناسته کې چې ټاکل شوې په مارچ میاشت کې ترسره شي، لا ډېرې مرستې راجلبوي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په داسې حال کې په پوځي لیکو کې د کم عمره کسانو له نه جذبېدو خبر ورکړی، چې مخکې تر دې، یو شمېر بنسټونو ورته غوښتنه کړې وه.