د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وېلي چې د کب له اتلسمې نېټې وروسته په کابل کې د کاغذي تذکرو د ورکولو خدمات درول کېږي.
ددغه کار دلایل، هېوادوالو ته د برېښنايي پېژندپاڼو په ورکولو سره د غوره خدماتو وړاندې کول، د موازي خدماتو د وړاندې کولو او د سرګردانۍ او وخت د ضایع کولو مخنیوی بلل شوی دی.
د احصايي او معلوماتو د ملي ادارې د اعلان له مخې، د روان کال د کب له اتلسمې وروسته، هېوادوالو ته د نویو او مثنی تذکرو د وېش، د سن د اصلاح او نوم د بدلون، د مدني حالت او دندې د بدلون، د عکس د لګولو، د پولیسو د فورم، د تذکرو د باطلولو، بیا ثبتولو، تخلص د لیکلو، د تابعیت پرېښودلو او د کاغذي تذکرو داسې نور خدمات نه وړاندې کوي.
دغې ادارې زیاته کړې چې په اوسني وخت کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د برېښنايي تذکرو د وېش ۵۲ مرکزونه فعال دي او هغه وګړي چې د تذکرو غوښتونکي دي په انلاین توګه ددغو پېژندپاڼو لپاره نوم لیکنه کولای شي.
د احصایې او معلوماتو ادارې زیاته کړې، هغه شکمنې کاغذي تذکرې چې د بېلابېلو ادارو له خوا د تایید په موخه دغې ادارې ته په رسمي توګه سپارل کېږي او هغه نور خدمات چې په کاغذي تذکرو کې د مالوماتو د بدلون لپاره وي په کابل ښار کې د برېښنايي پېژندپاڼو خدماتو ته سپارل کېږي.
دغې ادارې جوته کړې چې د کابل په ولسوالیو کې د کاغذي تذکرو د خدماتو وړاندې کول او د مکتوب او استعلام له لارې د رسمي معلوماتو غوښتل او وړاندې کول د پخوا په شان دوام لري.