۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې د ۸ میلیون وږو کسانو لپاره پوره پیسې نه لري.
دغه سازمان چهارشنبه د غبرګولي پر ۱۱ په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په راتلونکې زېږدیزه میاشت کې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه انسانان مرستو او خوړو ته سخته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې له دې شمېره ۸ میلیون تنو لپاره پیسو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې اوسمهال له وږو ډوډۍ اخلي تر څو نور بېوزله او وږي کسان پرې ماړه کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره په دغه هېواد کې لوږه زیاته شوې او بېوزلي د پراختیا په حال کې ده.