۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال او د دغه سازمان د بشري مرستو ځانګړی همغږی کوونکی اینډریکا راټواټه ویلي چې ډېری افغانان د خوړو او استوګنې په ګډون د خپلو لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې بېوسه دي.
راټواټه پنجشنبه د وري پر ۳۰مه په یوې ویناپاڼه کې لیکلي چې روان میلادي کال به شاوخوا ۱۵.۸ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي د بېړنۍ کچې ناورین تجربه کړي.
نوموړي د ګالوپ ارزونې په حواله ویلي چې په افغانستان کې د تېرو پنځو کالو موده کې ژوند ته د هیلهمندۍ کچه کمه شوې ده.
د دغې ارزونې پر بنسټ، ۹۵ سلنه افغانان خپل ژوند «له رنځه ډک» بولي.
نوموړي د هرات زلزلې او د ګاونډیو هېوادونو له خوا په زوره د افغانانو ایستل بیا په دغه هېواد کې د انساني ناروین د زیاتوالي لاملونه بللي او له افغانستانه یې د نړیوالو پر هراړخیز ملاتړ ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د بشري مرستو هغږي کوونکي زیاته کړې چې په هېواد کې بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ او د ښځو پیاوړتیا اصولو ته ژمن دي.
دغه بنسټ د «ښځو له خوا ښځو ته» د مرستو په چمتو کولو کې د ښځو پر کلیدي ونډې او د زدهکړو حق ته پر مساوي لاسرسي ټينګار کړی دی.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو پراخ محدویتونه، له هېواده د پانګې وتل، د کوچنیو کاروبارونو په ټپه دریدل او د کاري بوختیاوو کمی بیا په هېواد کې د بېوزلۍ په کچه کې د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي.
نړیوال بانک تېر زېږدیز کال په یو راپور کې ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د بېکارۍ کچه دوه برابره لوړه شوې ده.